د جنوبي افریقا کرکټ بورډ د ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ م کلونو کې د پاکستا، سریلنکا او زیمبابوې سره د خپلو کیدونکو سالیو کوربه توب او مهالویش په ډاګه کړ.
د جنوبي افریقا کرکټ بورډ خبر ورکړ، چې د روان ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ م کلونو کې به د پاکستان، سریلنکا او زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو خلاف ۵ ټیسټ، ۱۳ یو ورځینۍ او ۹ شل اوریزه کرکټ سیالۍ په خپل کور کې ترسره کړي.
د معلوماتو له مخې د سیالیو پیل به د زیمبابوې لوبډلې خلاف د راتلوونکې سیپټمبر میاشتې د ۳۰ مې نېټې څخه وشي، چې پکې به د اکټوبر میاشتې تر ۱۴ مې نیټې پوره ۳ پنځوس اوریزه او ۳ شل اوریزه کرکټ سیالۍ د دواړو لوبدلو ترمنځ ترسره شي.
د ز یمبابوې وروسته به د ډیسمبر میاشتې د ۲۶ مې نیټې څخه د ۲۰۱۹ م کال د فیبرورۍ د ۶ مې نیټې پورې د جنوبي افریقا او پاکستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ ۳ ټیسټ، ۵ پنځوس اوریزه او ۳ شل اوریزه کرکټ سیالۍ ترسره شي.
همدا رنګه د سریلنکا د کرکټ ملي لوبډلې خلاف به د فیبرورۍ میاشتې د ۱۳ مې نیټې څخه د مارچ میاشتې تر ۲۴ مې نیټې پورې به ۲ ټیسټ، ۵ پنځوس اوریزه او ۳ شل اوریزه کرکټ سیالۍ ترسره شي.
د کرک انفو ویب پاڼې د خبر له مخې د جنوبي افریقا د کرکټ بورډ اجرایوي رییس «تبنګ مورو» ویلي، د خپلې کرکټ ملي لوبډلې لپاره د اوږد سفر او زیاتو سیالیو څخه یې موخه د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته چمتوالی یاد شوی دی.