څو ورځې وړاندې تاسې په یاران وېبپاڼې کې د انګلستان د چټک توپاچوونکي اولي رابېنسن د متعصبو او جنسي ټویټونو په اړه لیکنه ولوستله.
رابېنس د اتلس یا نولس کلونو و، چې په ۲۰۱۲م کې یې د مسلمانانو پر ضد او همدارنګه له انجونو سره یې د جنسي مقاربت په اړه ټویټونه کړي وو.
کله چې هغه د روان کال د جون په ۲مه د نیوزیلېنډ پر وړاندې د ټېسټ لوبو پیل کاوه؛ نو د خپلو تېرو ټویټونو په اړه یې بخښنه وغوښته.
خو د انګلستان کرکټ بورډ د ډېسیپلین کمېټې د هغه په اړه څېړنې پیل کړي دي او له نړیوال کرکټ څخه یې ځنډولی دی.
د سټمپ اوټ سیکسیزم په نامه یو بنسټ یو کمپاین پیل کړی، چې پکې د نارینه وو او ښځینه وو د حقوقو برابری غوښتل کېږي.
دوی ویلي چې د کرکټ په ریښه کې باید د ښځينه وو په اړه ژور بدلون راشي او جنسیتي ستونزې دې له منځه لاړې شي.
معمول دا دی چې په ځېنو وختونو کې ښځينه په لوبو کې د جنسي مقاربت ښکار کېږي.
همدارنګه د انګلستان هنډرېډ بالز یا سل توپونو په لوبو کې هم د ښځينه وو او نارینه وو د پیسو یا معاشونو د مساوات په اړه غږ پورته شوی دی.
د انګلستان د چټک توپ اچوونکي رابېنسن ټویټونه لاهم د تعقیب وړ دي او هغه سازمان چې په کرکټ کې جنسي ځورونو مخنیوي او د جنسیتي برابرۍ لپاره کار کوي، کمپاین پیل کړی، چې جنسي ځورنې او متعصبو خبرو مخه ونیسي.
د سټمپ اوټ سېکسیزم بنسټ مشر او بنسټګر رایزین مک کالم وایي د رابېنسن ټویټونه دا په ډاګه کوي، چې لاهم کرکټ کې جنسي ځورونې شتون لري.
د دې بنسټ مشر ویلي چې یواځې ښځينه نه دي چې مساوات غواړي، بلکې موږ نسبت ښځو ته د مساوات زیات غوښتونکي یو.
یانې په ورزش کې نارینه هم ډېری وخت زورول کېږي او همدارنګه د ښځينه وو برخه کې دا ستونزه بیا پراخه ده.
تېر کال د افغانستان د ښځينه وو فوټبال لوبډلې ځېنو لوبغاړو د جنسي ځورونو څخه پرده پورته کړه، چې بیا د فوټبال نړیوال فدراسیون د وخت د فوټبال فدراسیون د مشر کرام الدین کریم دنده پای ته ورسوله او د افغانستان لویې څارنوالۍ د هغه د نیولو امر وکړ.
ورته وخت کې په نړیوال کرکټ کې هم وخت نا وخت د جنسي اړیکو او زورونو راپورونه ورکول کېږي.
څه موده وړاندې د پاکستانۍ لوبډلې په لوبغاړي او اوسني لوبډلمشر بابراعظم یوې جینۍ د جنسي ځورونو تور پورې کړی و.
له دې وړاندې د هندوستان په محمد شمي یې خپلې مېرمنې ورته یو تور لګولی و.
په افغان بالر افتاب عالم هم د ۲۰۱۹م نړیوال جام پر مهال همداسې یو تور پورې شوی و، چې هغه رد کړی و او یو کال له لوبو ځنډول شوی و.