د جلال آباد ښار په هره لویه لار او په ټوله کې د خلکو د ګڼې ګوڼې په سړکونو کې د میرمنو سوال کول په داسې حال کې چې له ځینو سره يې کوچنیان هم وي خورا زړه خفه کوونکې ده.
لاملونه يې ګڼ دي، خو خبره ټوله په مجبوریت، بې وسۍ او غریبۍ کې ده.
ددې ښار د یوه عمومې سړک پر منځ په بوکره کې تاوه د یوې ماشومې سره ناسته میرمن مې له دې وجې وپوښتله چې ولې په دې ګرمۍ، روژه او سره لمر لاندې د خیرات لپاره نورو وګړو ته لاس غځوې؟
نوموړې د ځواب پیل راته په ژړغونې غږ داسې وکړ:
«د چپرهار ولسوالۍ اصلې اوسیدونکې یم، پخوا مې ښه ژوند درلوده، خو دوه کاله کېږي چې غربت سخت ګوزار راکړی، راسره څنګ کې مې ناسته کوچنۍ انجلۍ لمسۍ ده، پلار يې د ملې اردو عسکر وو او خپل ځان يې د وطن قرباني کړ، ماته يې اووه ماشومان پریښودل، هماغه مې د ګټې وټې سړی وو چې خدای راڅخه واخیست، خپل خاوند مې بې وسه په کټ کې پروت دی، مجبوره یم چې خیر ته مخه کړم، ځکه بله هیڅ چاره نلرم، ماشومان ډوډۍ غواړي او د هغوی لپاره مې دا سخته په ځان منلې، څو ورته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړم.»
پر سړک د خیر غوښتونکو ناستو میرمنو شمیر لږ ندی، خو که تاسو يې وشمیرۍ نو په همدې ښار کې به د دا ډول میرمنو لسګونه هغه يې پیدا کړئ چې د خیر غوښتو پرته بله چاره نلري.
آسماء نومې ننګرهار میشتې میرمنه هم ددې مجبورۍ قرباني ده، د نوموړې په وینا؛ اووه لوڼې لري او خاوند یې په یوې ټرافیکي پیښه کې د ملا څو مهرۍ له لاسه ورکړي، نور هیڅوک داسې نلري چې لاس نیوی یې وکړي.
هغه زیاتوي:
«هغوی چې راسره پخوا تګ راتګ کاوه نن يې ددې لپاره لاس راڅخه اخیستی چې څه په لاس کې نلرو او غریب بیچاره یوو.»
د میرمن اسماء په خبره؛ دې لپاره روژه په خوله په دې سره لمر کې له سهاره تر ماښامه کیښني چې د خلکو زړه ورباندې وسوځي او دا زړه سوی ددې لامل شي چې یو څو روپۍ ترلاسه کړي، څو وږو بچو خیټې مړې او د ناروغ خاوند درملنه یې هم پرې وشي.
په تصویر کې ناستې میرمن د کار، ټولنیزو، شهداء او معلولینو چارو ریاست دیوال ته تکیه ده، چیرته چې د غریبو کونډو میرمنو سره مرستې کيږي.
ومې پوښتله، ځواب يې غربت، مجبوریت، بې وسي او د کوچنیو او پیغلو لوڼو سرپرستي او لاسنیوی وو چې دا يې تر دې ځایه راتګ او نورو ښاریانو ته د څو روپیو لپاره لاس غځولو ته اړ کړې ده.
ما له ځینو سوالګرو میرمنو وپوښتل چې اړوند ادارې درسره مرسته کوي؟ ځواب یې نه و.
له بدمرغه ډیرکله رسنیو او خلکو ټول اړوند ارګانونه پوښتلي، خو هغوی یوه او بله بهانه کړې، اما سوالګر او هغه خلک چې دوی باید ورسره مرسته وکړي، هلته یې د پراخ فساد، درغلیو او خیانتونو خبره کړې.
بس ددې ټولنې درد ورځ تر بلې پراخیږي، بله لار نه لرو، د خدای لپاره د جنګ ټولو خواوو نور دا وژنې بس کړئ، ډیرې پتمنې میرمنې کونډې شوې او سوال ته اړ شوې، نور ماشومان مه یتمان کوئ او خلک مه مجبوروئ. که دې جګړې درته ګټه کولی، نو په دا دومره وخت کې به یې کړی وای، خو نه یې کوي، بیا څه اړتیا ده چې ټوپک په اوږه او جګړه او وژنه کوئ، نور بس دی !!!