جسپرېت بومرا د اسیایي لوبغاړو په منځ کې ریکارډ ثبت کړ.

رنګین تجريدي ډیزاین

ليکنه: سميع الله درانی
د هندوستان غوره ښي لاسي اېن سوېنګر او اوټ سوېنګر بالر جسپرېت بومرا د ویسټ اندیز خلاف ریکارډ خپل کړ.
بومرا ویسټ اڼدیزۍ لوبډله د ۴۱۹ منډو په پوره کولو کې ناکامه کړه او هندوستان ته یې د ځېنو نورو لوبغاړو په مرسته لومړۍ ټېسټ لوبه کې ستره بریا ورکړه.
بومرا چې ۲۵ کاله عمر لري په یو ورځنیو لوبو کې د نړۍ لومړی نمبر بالر دی، هغه په ۲۰۱۸ م کال کې د افریقا خلاف د ټېسټ لوبو پیل وکړ، کابو دوو کلونو کې هغه د اسیا او نړۍ په کچه په ریکاډونو کې خپل نوم ثبت کړ.
بومرا یواځېنی هندی بالر شو، چې په اسټرالیا، انګلستان، افریقا او ویسټ انډیز کې په ټېسټ لوبو کې پنځه، پنځه وېکټې اخلي.
بومرا د اسیایي بالرانو په منځ کې یواځېنی بالر شو، چې په دغو څلورو هېوادونو یا څلورو لویو وچو کې داسې یوه کارنامه کوي.
د بومرا بالېنګ او له ویسټ اندیز سره د ټېسټ لوبې څلورمه ورځ
بومرا په لومړۍ ټېسټ لوبه کې چې د اګسټ په ۲۵ مه نېټه د یکشنبې په ورځ د هندوستان په ستره بریا پای ته ورسېده، ۶ اعشاریه ۱ اورونه ترسره کړي وو، په دې اورونوکې یې د کرېګ برېتوېټ له کېچ وروسته، چې هغه هم د ده په توپ کېچ اوټ شوی و، د ویسټ انډیز څلور وېکټې په مختلفو اورونوکې بولډ اوټ کړې.
کېن لاسی ډېرین براوو یې په اېن سوېنګ توپ کلین بولډ کړ، وروسته اوور کې یې بیا روسټن چېس کلین بولډ کړ، ورپسې یې شی هوپ څخه وېکټ وغورځوله او څلورم بولډ یې د لوبډلمشر جېسن هولډر وکړ، دی هغه بالر دی، چې په پنځه وېکټو کې یې څلور په بولډ اوټ سره واخېستې.
نوموړي هغه څه وکړل، چې تر اوسه د معاصر کرکټ مخکښو بالرانو لکه وسیم اکرم، وقار یونس، کپیل ډیو، مورالي تارن، انېل کومبلی او نورو نه دي کړي، ده په خپل لومړي سفر کې هم پنځه وېکټې اخېستې وې، چې تر اوسه هیڅ اسیایي بالر داسې چاره نه ده ترسره کړې.
دغه بالر یو بل ریکارډ دا هم جوړ کړ، چې هغه په دوهمه پاڼۍ توپ اچونه کې په ۸ اورونوکې ۳ اورونه مېډن کړل، ۷ یې منډې ورکړې او ۵ یې وېکټې واخېستې.
د ویسټ انډیز ټول لوبغاړي په دوهمه پاڼۍ توپ وهنه کې په ۱۰۰ منډو وسوځېدل، درې وېکټې اېشنټ شرما او دوه وېکټې پکې محمد شمي واخېستې.
دواړه لوبډلې دوهمه او وروستۍ ټېسټ لوبه د اګسټ په ۳۰ مه نېټه د جمعې په ورځ پیلوي.