جالیبه؛ کرونا د خلګو ژوند اخلي، خو بلاروس هیواد کي د فوټبال لیګ روان دئ!

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

د کرونا ویروس له امله د نړۍ ټولي ورزشي لوبي لغوه سوي او ځنډېدلي دي، خو جالیبه دا ده، چي د بلاروس هیواد د فوټبال لیګ اوس هم د سوداګرۍ لپاره روان دئ.
د بلاروس هیواد د فوټبال لیګ د یوفا د ۵۴ لیګونو څخه یوازینی لیګ دئ، چي د کرونا ویروس په دې روان پړاو کي ئې لوبي ندي ځنډېدلي او په عادي ډول ترسره کیږي.

د www.pressball.by مدیر یوري دونار وايي، چي په بلاروس هیواد کي د نورو هیوادونو خلاف شرکتونه، مکتبونه او د خوړو مرکزونه خلاص دي او ژوند په عادي ډول روان دئ.
د یوري دونار په خبره:

((په بلاروس کي هر څه خلاص دي، شرکتونه، مکتبونه، د خرڅلاو مرکزونه او نور، نو په دې خاطر دا مهمه ده، چي ورزشي سیالۍ د یخ پر سر لوبي، هنډبال او فوټبال لوبي رواني وي، هغه مینوال چي لوبي لیدلو لپاره لوبغالي ته راځي مناسبه واټن ئې اختیار کړی.))

په بلاروس هیواد کي تر دې مه ۱۰۰ کسان په کرونا ویروس اخته سوي، چي تر دې دمه نه پکښي له دې ویروسه هیڅوک روغ سوی او نه هم وژل سوی.
د بلاروس هیواد ولسمشر الکساندر لوکاشنکو خپلو خلګو ته ویلي:

((تاسي یوازي باید په میکروب ضد دواوو باندي لاسونه پرې نه ولي، بلکي تاسي باید د ورځي ۴۰ یا ۵۰ میلۍ اوبه وڅښئ او په اونۍ کي دوه یا درې ځله سونا ته ولاړ سئ.))

معلومات ښي، چي د بلاروس هیواد د فوټبال لیګ ترڅنګ دوه نور د فوټبال ټورنمنټونه نیکاراګوئه او بوروندی هیوادونو کي هم اوس روان دي او لوبي ئې ترسره کیږي.