د انګلستان په کوربتوب له پاکستان سره د درې شل اوریزو لوبو له برخې دویمه هغه یې د یکشنبې په ماخستن ترسره شوه.
انګلستان په دې لوبه کې د جاس بټلر د ۵۹ منډو، د معین علي د۳۶ منډو او د لیام لېوېنګسټن د ۳۸ منډو په مرسته ۲۰۰ منډې وکړې او پاکستان ته یې ۲۰۱ منډې هدف ورکړ.
انګلستان ۱۹ اعشاریه ۵ اورونه ولوبول او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل.
محمدحسنین درې، عماد وسیم او حارث رووف دوه، دوه لوبغاړي وسوځول.
پاکستان د هدف په پوره کولو کې ناکام شو، دې لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د ۹ وېکټو په نقصان سره د محمد رضوان د ۳۷ منډو، د بابراعظم د ۲۲ منډو او د شاداب خان د ۳۶ ناسوځېدلو منډو په مرسته ۱۵۵ منډې وکړې او لوبه ترې انګلستان په ۴۵ منډو وګټله.
عادل رشید دوه او ثاقب محمود درې وېکټې واخیستې.
د لوبې غوره لوبغاړی معین علي وپېژندل شو، هغه په ۱۶ توپونو ۳۶ منډې وکړې او په ۳ اورونوکې یې ۳۲ منډې ورکړې او دوه وېکټې یې واخیستې.
دواړه لوبډلې درېیمه او وروستۍ شل اوریزه لوبه د راتلونکې سه شنبې په ماخستن لس بجې ترسره کوي.
له دې وړاندې لومړۍ شل اوریزه لوبه پاکستان په ۳۱ منډو ګټلې وه.
اېوېن مورګن چې د انګلستان لوبډلمشر و په دویمه لوبه کې یې نه و اخیستی او د ده پر ځای لوبډلمشري جاس بټلر وکړه.
د انګلستان کرکټ بورډ ویلي، چې مورګن په څو لوبو کې ښه نه دی ځلېدلی او پکار ده، چې ځای یې بل لوبغاړی ډک کړي، ترڅو په منځنۍ برخه کې لوبې ته ښه فېنېش ورکړي.