تر ٢٠١١ز را وروسته د اوپنرانو تر ټولو ډېري منډې

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

تر ٢٠١١ز راوروسته په نړیوالو يو ورځنیو لوبو کې د پنځو هغو اوپنرانو په اړه مالومات درکوو چې تر نورو يې ډېرې منډې کړي دي.

په توپوهنه کې مهم اړخ ټاپ ارډران دي چې د لوبې په ګټلو کې مهم رول لري.

که چېرې اوپنینګ ښه ملګرتیا وکړي او په کافي اندازه اوورونو کې توپوهنه وکړي نو بیا میډل ارډرز په ارام دماغ سره لوبه کولای سي چې مقابله لوبډله تر سخت فشار لاندې راولي،خو که اوپنینګ ښه ونه چلېږي نو مالومه خبره ده چې پاتې توپوهونکې به هم له ستونزو سره مخ کېږي او د توپوهنې خوند به یې ځي.

اوس موږ تاسو ته هغه پيليز توپوهونکې درښيوو چې تر ٢٠١١ز راوروسته یې په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې تر ټولو ډېري منډي کړي.

١_ روهیت شرما- هندوستان

بېله شکه چې روهیت شرما د کریکټ لپاره جوړ لوبغاړی دی او پر هر ډاون ښه لوبه کولای سي.

نوموړي د ٢٠١١ز راهيسې په نړیوالو يو ورځنيو لوبو کې ٧٢٣٨ لوبې کړي پداسي حال کې چې اوسط یې ٥٧.٤٤ وو.

روهیت پدې لړ کې ٢٧ سلیزې او ٣١ نيمه سليزې وهلي دي.

٢_ هاشم املا_ سويلي افريقا

که په کریکټ کې د مسلکي لوبې او تخنیک موضوع باندې بحث کېږي نو د هاشم املا نوم به هم ورسره یادېږي.

هاشم املا د کریکټ د درې واړه فارمټونو قابل لوبغاړی دی او د خپل هیواد لپاره خورا موثر تمام سویدی.

نوموړي تر ٢٠١١ز راوروسته په نړیوالو يو ورځنيو لوبو کې د اوپنينګ په برخه کې ٦٢٠٢ منډې کړي دي چې اوسط یې ٤٧.٣٤ دی.

املا پدې لړ کې ٢١ سليزې او ٢٩ نيمه سلیزي وهلي دي.

٣_ شیکر داون_ هندوستان

شيکر داون د هندوستان کریکټ لوبډلې لپاره هرکله بریالی اوپنینګ کړیدی.

شیکر تر ٢٠١١ز راوروسته په نړیوالو یو ورځنيو لوبو کې د اوپنينګ په برخه کې ٥٩٧٧ منډي کړيدي،پداسي حال کې چې اوسط يې ٤٥.٦٢ دی.

شيکر داون پدې لړ کې ١٧ سليزې او ٣٢ منډې کړيدي.

٤_ مارټین ګپټیل- نیوزلينډ

مارټين ګپټیل د کریکټ په نړۍ کې خورا ښه ځواني درلوده،په يو ورځنيو او شل اووريزو دواړو فارمټونو کې يې بريدګره توپوهنه کوله او يو په زړه پورې بيټينګ یې نندارې ته وړاندې کوی.

ګپټیل د ٢٠١١ز راوروسته په نړیوالو يو ورځنيو لوبو کې د اوپنینګ په برخه کې ٥٨٠١ منډې کړيدي، چې ٤٤.٩٦ یې اوسط وو او پدې لړ کې یې ١٥ سليزې او ٢٩ نيمه سليزې وهلي دي.

٥_ تيلکراني دلشان_ سریلانکا

تیلکراني دلشان د کریکټ د افسانوي لوبغاړو څخه شمېرل کېږي او پخپل دوران کې يې د سريلانکا لپاره غوره پاړۍ ترسره کړي.

د دلسکوپ شاټ مخترع هم یو له هغو اوپنرانو څخه دی چې تر ٢٠١١ز را وروروسته یې ښې لوبې ترسره کړيدي.

دلشان په اوپنینګ کې ٥٣٦٩ منډي ترسره کړي چې ٤٤ یې اوسط وو.

نوموړي پدې لړ کې ١٤ سلیزې او ٢٧ نيمه سليزې وهلي دي.