تر نړيوال جام وروسته ځينو لوبغاړو په ناهيلۍ او ځينو په خوښه کريکټ ترک وهی!

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

ليکنه: مدثر دعوت
تر ۲۰۱۹ز کال نړيوال جام وروسته د ډيرو لوبغاړو نومونه په هغه ليست کي وه چي د نړيوال کريکټ څخه يې مخه ښه کوله.
حميدجسن،مهندراسينګ ډهوني،مارټين ګوپټيل،شعيب ملک،شعيب اختر،ميچل سټارک،هاشم املا،کريس ګيل او ځينو نورو لوبغااړو لا له وړاندي خبرداری ورکړی وو چي تر ڼړيوال جام وروسته به استعفی کوي.
په يادو نومونو کي ځينو خپلي ژمني پرځای کړې او ځيني لاهم ندي حاضر چي نړيوال کريکټ پريږدي.
aviary image 1558692759073 تر نړيوال جام وروسته ځينو لوبغاړو په ناهيلۍ او ځينو په خوښه کريکټ ترک وهی!
حميدحسن په نړيوال جام د پاکستان په وړاندي لوبه کي د زخمونو د بيرته تازه کيدو له کبله د لوبي ووتی، همدا يې وروستۍ يو ورځنۍ لوبه سوه،او د يو ورځني کريکټ څخه يې تقاعد اعلان کړ.
د ډهوني څخه کهولي احترامانه هيله کړې وه چي نړيوال کريکټ دي پريږدي خو ډهوني لاهم چپ دی، دوې مياشتي پوځ ته تللی او د غوراوی کميټې مشر ويلي وه چي ډهوني يو افسانوي او تجربه کاره لوبغاړی دی او خپله پريکړه به پخپله کوي.
IMG 20190724 190628 تر نړيوال جام وروسته ځينو لوبغاړو په ناهيلۍ او ځينو په خوښه کريکټ ترک وهی!
کریس ګيل وروستۍ يو ورځنۍ لوبه د افغانستان په وړاندي په نړيوال جام کي ترسره کړه،ملينګا همچنان يو ورځنۍ لوبي پريښودلې او شعیب ملک هم ځان تقاعد کړ.
کريس ګيل بيرته وويل چي نړيوال يو ورځنی کريکټ مي پریښودی خو شل اووزيز کريکټ ته به ۵ کلونه نور هم ادامه ورکوم.
FB IMG 1563869734947 تر نړيوال جام وروسته ځينو لوبغاړو په ناهيلۍ او ځينو په خوښه کريکټ ترک وهی!
اوسمهال د سريلانکا يو بل تجربه کاره تيز توپ اچوونکي نومان کلوسيکرا د نړيوال کريکټ سره مخه ښه وکړه.
کوليسيکرا په ۲۰۱۷ز کال کي خپله وروستۍ لوبه د زيمبابوې په وړاندي ترسره کړه او په يو اغيزناک وخت کي يې ځان تقاعد کړ.
د کلسيکرا د ۱۳ کلن مزل پای د لاسيت ملينګا تر تقاعد يوه ورځ وروسته او دده تر ۳۷ مي کليزي ۳ ورځي وروسته وسو.
806117 546758 nuwan kulasekara odis getty تر نړيوال جام وروسته ځينو لوبغاړو په ناهيلۍ او ځينو په خوښه کريکټ ترک وهی!
کله چي د کريکټ نړيوالي شورا د زيمبابوې د کريکټ بورډ بشپړ غړيتوب وځنډوی نو سليمان ميري هم د کریکټ څخه استعفی وکړه.
ميري نه ډيري لوبي کړي وې او نه هم زوړ وو خو يوازنی لامل يې ناهيلي وه.
خو د افغانستان په کريکټ کي تر اوسه پوري يوازي نوروزمنګل وو چي د کريکټ څخه يې تقاعد اعلان کړ، که څه هم ډير پخواني لوبغاړي سته،ښې لوبي هم نسي کولای خو لاهم پدې تمه دي چي يو ورځ به بیا لوبه وکړي او هيڅ د استعفا فکر هم نلري.
IMG 20190619 083627 تر نړيوال جام وروسته ځينو لوبغاړو په ناهيلۍ او ځينو په خوښه کريکټ ترک وهی!
ډلي ډلي ځوان لوبغاړي انتظار باسي خو لاهم افغان لوبډله د ځواني په نوم ياديږي.