ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګازو د نللیکې څو مهمې ګټې

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د اظهار الحق فضلي لیکنه
تاپي نل لیکه له ترکمنستان څخه افغانستان ته رسیدلي، او د جمعې په ورځ یې په هرات کې د افغانستان د برخې کار د پیل پرانیسته په پراخو مراسمو کیږي.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بیردي محمدوف ، د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي او د هند د بهرنیو چارو وزیر هرات کې ددې پروژې پرانیسته کوي.
دا نل لیکه به تر بشپړیدو وروسته د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته انتقالوي.
دا نل لیکه چې له کلونو راهیسې یوه ناندریزه مسله او کار یې ځنډیدلی و، د افغانستان او سیمې لپاره ګڼې ګټې لري. څو یې په دې توګه درسره شریکوو.
1- تاپي به د سیمې هیوادونه داسې سره وتړي، ګټې به یې دومره سره نژدې شي چې له اوسني تقابل څخه به د یو بل تحمل ته مخه کړي.
2- د منطقوي همپالنې او سیمه ایز اتصال لپاره یو تر ټولو پیاوړی اقدام دی.

3- تر لس زورو زیاتو افغانانو ته به د تاپي په پروژه کې په مستقیمه او غیرې مستقیمه توګه کاري فرصتونه برابري شي. چې د بې وزلۍ او بیکارۍ په کمولو کې به مهم رول ولوبوي.
4- افغانستان به له دې نل لیکې په کلنۍ توګه د ټرانزيټ او حق العبور له له درکه شاوخوا 400 ميليونه ډالرو عوايد تر لاسه کړي. چې ورسره به د دولت ملي عواید لوړ شي.
5- افغانستان به هر کال له دې درکه صفر عشاریه شپږ میلیارده متره مکعب ګاز تر لاسه کوي ، چې تر ډیره به هیواد کې د انرژۍ او سون د موادو په برخه کې د شته ستونزه راکمه کړي.
6- شمال څخه سوېل ته د ګازو د نل ليکې پروژې ترڅنګ به د برېښنا ، ريل پټلۍ او نوري فايبر د غزولو په شمول به ګڼې نورې غټي او وړې پروژې هم عملي شي.
7- د رېل کرښې د ملي شبکې په واسطه به؛ منځنۍ، سويلي اسيا او اروپا سره د هرات، نيمروز، فراه، هلمند، کندهار او نورو ولايتونه وصل شي.
8- د سيمې هېوادونو سره به د ټرانزيټ او سوداګرۍ په برخه کې به اسانتياوو زیاتې، صادارت به اسانه او د واردیدونکو توکو بیې په ارزانې شي.
9- داخلي او بهرنيو پانګوالو لپاره به په افغانستان او سيمه کې د پانګې اچونې نوي او بېلابېل فرصتونه برابر شي.
10- افغانستان به سيمې هېوادونو په څلور لارې بدل شي.
11- افغان کارګرو ته به د عصري او مسلکي زده کړو د آسانتياوې برابرې شي.
12- د سيمييزې همکارۍ لپاره به د سیمې د هیوادونو ترمنځ یو ګډ لیدلوری رامنځ ته شي.
13- د دې پروژې له پلي کېدو سره به سيمې او نړۍ ته د افغانستان د ستراتيژيک موقعيت ثابت او وځلیږي.
14- د سيمې هېوادونو او ملتونو سره به اړيکې نږدې او پياوړې شي او د ګډو اقتصادي اړیکو هڅې به وده وکړي.
15- د ګران هېواد او سېمې د سياسي، اقتصادي او ټولنيزې پرمختګ، سولې او ټيکاو سره به مرسته وکړي.

16- د افغانستان له لارې به منځنۍ او سوېلي اسيا هیوادونه له یو بل سره وصل شي او د هېوادونو تر ترمنځ به د باور فضا رامنځ ته شي. چې دا کار به نه یوازې افغانستان بلکې ټوله سیمه کې د سولې له تینګښت سره مرسته وکړي.
17- په سيمه کې به کاروبارونه وغوړیږي او د سيميه پرمختګ او انکشاف لپاره به نوې هیلې پیدا شي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.