تازه کادرونه او نوې هیلې

دا دیاران لوګو ده چې د هغو لیکنو سره کارول شوې چې عکسونه یې د تخنیکي ستونزو له کبله ډیلیټ شوي دي

ننګرهار ته په دې وروستیو کې ځوان، علمي او داسې کادرونه د رییسانو په توګه معرفي شول چې حساب پرې کیږي.
له دوی څخه په ټولنیزو رسنیو کې دروند هرکلی، د همدې ادعا ښکاره ثبوت دی.
دغه ځوانان که له یوې خوا لوړې زدکړې لري، ټولنیز په ځانګړې توګه په ځوانانو کې محبوبیت لري، نو له بلې خوا د فساد پر ضد دریځونه هم لري او له دې نوي ماموریت وړاندې یې دا دریځونه په ډاګه کړي دي.
د ننګرهار معارف په بد وضعیت کې دی، دا ځکه چې له کلونو راهیسې دغه حیاتي ریاست ته ټوله توجه د شخصي او یا ګوندې ګټو لپاره وه. همدا دلیل و چې شخصي او ګوندي ګټې ترلاسه شوې؛ خو د معارف وضعیت لا پسې دردونکی شو او معیار تر ډير سر وخوړه.
همدارنګه ښاروالۍ هم د عاید غوره سرچینه ده او یوازې په همدې نظر ور ته کتل کیږي، ځکه خو د جلال اباد په څیر یوه کوچنی ښار یې په نظم نشو کړای.
له نورې نړۍ خو پریږده؛ که د مزار شریف او هرات ښاریان جلال اباد ته راشي نو دا ځای به ور ته د ښار په څیر ښکاره نشي او تر ډيره به یې خپلو خلکو ته د ګډوډیو او بې نظمیو کیسې کوي.
دغه شان ځینې نورې ادارې هم در واخلئ، چې نومونه یې مشهود دي خو فعالیتونه یې نا مشهود.
په هره اداره کې ستونزې شته. ځینې ستونزې داسې وي چې بیرون نه ښکاري؛ خو ځینې بیا دومره پراخه او اغیز ښندونکي وي چې هر څوک یې له ورایه ویني او موږ د همدغه شان ستونزو شاهدان یوو.
له دې سترګې پټول نه دي په کار چې نږدې په هره اداره کې به ځینې پاک نفسه او پر وطن میین خلک کار کوي. له موجوده حالاتو او بد رنګیو به ځوریږي؛ خو دا چې وس یې نه رسیږي، نو لکه د زرګونو نورو په څېر دوی هم یوازې خپل زړونه خوري. ځکه چې دغه خلک منسجم نه دي او په انفرادي توګه یې غږ نه اوریدل کیږي.
پاک انسجام
دا منو چې افغانستان له لسیزو راهیسې د جګړو په اور کې سوزي او همدې ناپایه جګړې زموږ ټول معیارونه او ارزښتونه نابود کړي دي. په اداراتو کې د اصولو پر ځای زور او نفوذ چلیږي او د ضوابطو پر ځای روابط برلاسي دي.
خو خبره دا ده چې تر کله؟ که موږ دې ته په تمه شوو چې جګړه ختمه شي نو حالات به سم شي؛ نو څوک به ضمانت وکړي چې د جګړې پاتې عمر څومره دی؟ لا خو د جګړې د غځیدا لپاره نوې طرحې خط کشي کیږي او لا خو نوي نوي کرکټران روزل کیږي.
په هر صورت،
خلک موجوده حالات نشي زغملی. خلک له موجوده حالاتو کړیږي او هره ورځ زیانونه ګالي. د خلکو تمه همدې نوي قشر ته ده او که دا قشر له زړه وغواړي، محافظه کاري ونکړي، له خپلې څوکۍ څخه د سیمې او خلکو ګټو ته ډير ژمن پاتې شي نو دا توره پاڼه اوښتلی شي.
ښه به دا وي چې تازه کاري کادرونه په ګډه د یوه پاک او مضبوک زنځیر کړۍ شي. پخواني پاک خلک هم د همدې زنځیر په کړیو کې اضافه کړي او داسې یې مضبوط کړي چې هر تور لاس پرې وتړل شي او یا لږ تر لږه د فساد لپاره غځیدو ته یې پرینږدي. دا زنځیر به دومره مضبوط شي چې د هیڅ شخصي فرمایشي ګوزار به یې مات نکړي.
زه پر دې باوري یم چې که پاک زنځیر د ناپاکو په پرتله کوچنی هم وي خو دومره طاقت به ولري چې تور لاسونه مهار کړي. یوازې جرئت غواړي. یوازې اتحاد غواړي او یوازې د وجدان غږ ته غوږ نیول غواړي او دا دومره سخت شرایط نه دي چې مټور ځوانان یې پوره نشي کړای.
محمد نعمان دوست
د ثور ۱۸مه، ۱۳۹۷

About نعمان دوست 33 Articles
نعمان دوست مخکښ لیکوال او د ټولنیزو او کلتوري مسالو څیړونکی دی چې دا لیکنه یې د یاران ویب پاڼې لپاره کړې ده.