تاریخي ټیسټ لوبې ته شیبې په نږدې کیدو دي 

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د خپل کرکټ په تاریخ کې د غټ لیول کرکټ پیل تاریخي ټیسټ کرکټ لمړنۍ سیالۍ ته شیبې شمیري.

افغان کرکټ ملي لوبډله د ټیسټ کرکټ سیالیو پیل د هندۍ لوبډلې خلاف په لمړنۍ لوبې سره کوي، چې د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ لمړنۍ تاریخي ټیسټ سیالي د روانې جون میاشتې په ۱۴ مه نیټه سبا د هندوستان په بنګلور کې پیلیږي.

 د دواړو افغانستان او هندوستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دغه مهمې سیالۍ ته بې شمیره افغان مینه وال په تمه دي او د هندۍ لوبډلې خلاف د افغان لوبډلې د بریا هیله لري.

 که څه هم هندۍ لوبډله په ټیسټ کرکټ سیالیو کې یوه پیاوړې لوبډله شمیرل کیږي او د لوبې ګټل ترې اسان کار نه دی؛ خو بل خوا په وروستیو کې د افغان لوبډلې جادوګرو سپینرانو راشد خان، مجیب ځدران او محمد نبي عیسی خیل په خپل بالینګ د اوسني کرکټ هر ډول لوبډله ناهیلي کړې ده.

 افغان لوبډلې د سپین بالینګ پر مټ د ویسټ انډیز، زیمبابوې، بنګله دیش او نورې پیاوړې لوبډلې په مسلسل ډول سره ماتې کړې دي.

 نړیوال لوبغاړي او مبصرین هم په اوسني وخت کې د افغان کرکټ ملي لوبډلې د سپین بالینګ څخه زیات متاثره شوي دي او پر همدې اساس یې د هند خلاف سیالۍ ته وړاندوینې عجیبې غریبې دي.

 زیات شمیر نړیوال مبصرین په دې آند دي، چې هندۍ لوبډله به د افغان لوبډلې د سپین بالینګ خلاف په لمړنۍ ټیسټ لوبه کې مقاومت ونشي کړی او یو شمیر نور یې بیا وايي، چې ټیسټ کرکټ د ۲۰ اوریزه سره زیات توپیر کوي او ښايي افغان بالران د هندۍ لوبډلې خلاف هغومره چې په ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو کې ښه ځلیږي، په ټیسټ سیالۍ کې کامیابه نشي.

د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې مبصرین او مینه وال هم په «آي پي ایل» سیالیو کې د راشد خان او مجیب ځدران د ښه ځلیدو وروسته وارخطاء بریښي او وايي ښآيي هند په لمړۍ ټیسټ لوبه کې د افغان لوبډلې خلاف بریا کې د ستونزو سره مخ شي.

 افغان لوبډله په داسې حال کې د هندۍ لوبډلې خلاف د تاریخي ټیسټ سیالۍ پیلوي، چې په روانه اونۍ کې بنګله دیشۍ لوبډلې د ۳ شل اوریزه کرکټ سیالیو په لړۍ کې ۳ د ۰ توپیر سره ماتې ورکړې او په لړۍ کې بریا خپله کړه.