ليکنه: سمیع الله درانی
د انګلستانۍ لوبډلې غوره الراونډر په خپلې بهترینې سلیزې، د نړۍ مخکښ ټېسټ الراونډران وروسته کړل او ځان یې تر دوهم مقام راورساوه.
د ټېسټ لوبو په الراونډرانو کې دوهم مقام د بنګله دېشي شکېب الحسن و؛ خو سټوکس ترې دا ځای ونیو.
دغه انګلستاني کرکټ ټولچاري نه یواځې دا چې شکېب یې وروسته کړ، په خپلې غوره بریالۍ توپ وهنې سره یې جدیجا له دریم او افریقایي وېرنن فېلېنډر له څلورم مقام څخه وغورځول.
شکېب الحسن له سټوکس څخه ۱۲ نومرې وروسته شو، سټوکس ۴۱۱ نومرې لري.
په ټېسټ لوبو الراونډرانو کې لومړی مقام لا هم د ویسټ انډیزي ټېسټ لوبو لوبډلمشر جېسن هولډر دی؛ هغه ۴۳۳ نومرې لري او له انګلستاني الراونډر څخه ۲۲ نومرې وړاندې دی.
هندوستانی روېندرا جدیجا چې په ۲۰۱۷ م کال کې یو وخت د ټېسټ الراونډرانو په لومړي سرکې و؛ اوس څلورم ځای ته رسېدلی دی، هغه ۳۹۵ نومرې لري او یواځې ۴ نومرې له شکېب الحسن څخه وروسته دی.
د سویلي افریقا چټک توپ اچوونکی، چې یواځې ټېسټ لوبو کې لوبېږي؛ وخت نا وخت خطرناکه توپ وهنه هم کوي؛ وېرنن فېلېنډر بیا ۳۲۶ نومرې لري.
د ټېسټ الراونډرانو په درجه بندۍ کې اسټرالیايي پټ کمېنس، هندی روي چندرن اشوېن، مېچل سټارک، کرېس ووکس او روسټن چېس، په ترتیب سره شپږم، اووم، اتم، نهم او لسم مقامونه اخېستي دي.
افغان لوبغاړي ولې په ټېسټ الراونډرانو کې نشته؟
ټېسټ الراونډرانو کې ځکه افغان لوبغاړي نشته، چې دوی تر دې دمه دوه رسمي لوبې کړي دي او په دې لوبوکې هم محمدنبي، راشدخان او رحمت شاه ډېره ښه په توپ وهنه او توپ اچونه کې نه دي ځلیدلي.
افغان لوبډلې ۲۰۱۸ م کال اګسټ میاشت کې له هند څخه لومړۍ تاریخي ټېسټ لوبه کې ماته وخوړه.
۲۰۱۹ م کال کې یې بیا له ایرلېنډ څخه دوهمه تاریخي ټېسټ لوبه په هند کې وګټله.
افغان لوبډله دریمه رسمي ټېسټ لوبه د بنګله دېش خلاف ۷ ورځې وروسته پیلوي.
که افغان لوبغاړي لکه محمدنبي، راشدخان او رحمت په توپ اچونه او توپ وهنه کې ښه وځلېږي؛ نو لرې نه ده، چې د دوی نومونه به هم د ټېسټ لوبو الراونډرانو په نوملړ کې راڅرګند شي.
د ټېسټ لوبو درجه بندۍ کې د دوه افغان بالرانو شتون
د ټېسټ کرکټ لوبو لپاره د توپ اچوونکو په برخه کې بیا یواځې د دوو افغان بالرانو نومونه په نوملړ کې راغلي دي، چې یمین احمدزی دري پنځوسم ۵۳ او راشدخان ارمان بیا نهه شپېتم ۶۹ مقام کې دی.
لومړی مقام د اسټرالیایي پټ کمېنس او دوهم ځای بیا د افریقایي کګېسو رباډا دی.
په ټېسټ توپ وهونکو درجه بندۍ کې یواځې یو افغان لوبغاړی شته
رحمت شاه زرمتی یواځېنی افغان لوبغاړی دی، چې د ټېسټ لوبو د توپ وهونکو د درجه بندۍ په نوملړکې یې نوم ځای شوی دی، هغه دوه نوي یم ۹۲ مقام لري او ۳۷۸ نومرې لري.