بهرنیو چارو وزارت: نړیوال او پاکستان دې طالبان اوربند ته وهڅوي

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې افغان حکومت د سولې په برخه کې د ټولو هېوادونو همکاریو ته په درنه سترګه ګوري.
سرچینې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر پر وروستیو څرګندونو غبرګون ښودلی او ویلي یې دي دغه هېواد ته په کار ده چې طالبان سولې او دایمي اوربند ته وهڅوي.
بهرنیو چارو وزارت وایي افغان حکومت په ځلونو سولې ته خپله ژمنتیا ښودلې ده خو طالبانو تر اوسه پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی، جګړې یې ډېرې کړې دي او د معنادارې سولې له بهیر سره مرسته نه کوي.
بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا سولې ته د طالبانو د هڅولو په برخه کې د نړیوالو فشار او همکاري مهم بللي دي.
بل لورته د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، پاکستان دې ته وارخطا دی چې د دوحې په هوکړه کې د طالبانو امتیاز له لاسه ولاړ نه شي.
ښاغلي صالح دغه څرګندونې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د هغو خبرو په غبرګون کې کړي چې ویلي یې دي د امریکا د نوي ولسمشر جوبایډن اداره دې هم د طالبانو سره د پخواني” ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې کړې هوکړه حفظ کړي او د افغان سولې په برخه کې دې همدغه تړون تعقب کړي.
ښاغلي صالح پرون شنبه د سهار د ۰۶:۳۰ بجو له امنیتي ناستې وروسته پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: « ستاسو” پام دی چې یوازينی هېواد چې د طالبانو لپاره له لوېديځ څخه په بيړه د ډېر امتياز د ترلاسه کولو لپاره هڅه کوي، پاکستان دی.»
نوموړي دغه راز زیاته کړې: « په دې وروستيو کې به مو د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت اعلاميې خامخا ليدلې او لوستلې وي. په داسې حال کې چې زموږ خلکو او آن نورو نړيوالو هېوادونو، د دوحې په تړون کې طالبانو ته ورکړل شوي امتيازات غیر ضروري بللي دي، یوازې یو هېواد دی چې له اضطراب سره مخ دی.»
امرالله صالح په دغه فېسبوکي لیکنه کې له ټولو افغان کورنیو غوښتنه کړې چې خپل اولادونه دې د دیني زده کړو لپاره کوم چا یا ډلې ته نه سپاري.
ښاغلی صالح زیاتوي چې دغه ډول تعلیمات تر ټولو ډېر په پاکستان او په ځينو وختونو کې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې تر سره کېږي او په وینا یې دا هغه څه دي چې دې ډلې ته هېڅ ارزښت نه لري.
د یادونې وړ ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په یوه مرکه کې ویلي چې حکومت يې هیله لري چې امریکا به د افغانستان په چارو کې په پراخه توګه ښکېل پاتې شي.
قریشي تینګار کړی چې د امریکا نوی حکومت باید له طالبانو سره په شوې هوکړه ودریږي.
نوموړي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې لویه لاسته راوړنه بللې او ویلي یې دي چې پاکستان په کې لوی لاس درلود.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي