د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر سعودي ته د خپل سفر پر مهال د رابطه عالم اسلام په نامه بنسټ له رییس او د اسلامي نړۍ له پېژندل شوي مفکر محمد بن عبدالکریم العیسی سره لیدلي دي.
د بهرینو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغان جګړې په اړه یو بل سره خبرې کړې دي او د دغې جګړې پر پای ته رسېدو یې ټینګار کړی دی.
العیسی ویلي چې جنایت او تروریزم په اسلام کې ځای نه لري او نه باید جنایتکارانه او تروریستي اعمال په اسلام پسې وتړل شي.
هغه زیاته کړې چې دوی د افغان جګړې پای ته رسول خپل مسوولیت بولي او ژمنه یې کړې ده چې ډېر ژر به د افغان جګړې پای ته رسولو په موخه د اسلامي نړۍ د عالمانو، مفتیانو او مفکرانو یوه ناسته راوبولي او د افغانستان بحران ته به یوه معقوله حل لاره ومومي.
هغه ټینګار کړی دی چې په یاده ناسته کې به طالبانو ته هم د ګډون بلنه ورکړي.
محمد بن عبدالکریم العیسی په داسې مهال د اسلامي نړۍ د عالمانو د ناستې رابللو خبره کړې چې تر دې وړاندې هم ګڼو دیني عالمانو په افغانستان کې روان تاوتریخوالی د اسلامي شرعیت خلاف عمل بللی دی.
د افغانستان په ګډون د نړۍ ګڼ شمېر دیني عالمانو د افغان جګړې په اړه فتواوې صادرې کړي او ویلي یې دي چې په افغانستان کې روانه جګړه کوم دیني مشروعیت نه لري، بلکې واک ته د رسېدو هڅه ده.