بنګلور یې په ارمان؛ خو کریس ګیل یې د پریښودو راز ښکاره کړ

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د ویسټ انډیز د کرکټ ملي لوبډلې او په نړیوال کرکټ کې د شپږیزو پاچا کریسټپر هینري ګیل د هندوستان د کورني کرکټ په مشهوره «IPL» ۲۰ اوریزه کرکټ سوداګریزو سیالیو کې د بنګلور لوبډلې سره لارې بیلولو راز ښکاره کړ.

کریس ګیل ویلي دي، د بنګلور لوبډلې غوښتل، چې دی په خپلې لوبډله کې د ځان سره واخلي، خو د نوموړي پر وینا بنګلور لوبډلې ته شرط مخکې ایښی وی.

 د کرک انفو ویب پاڼې د معلوماتو پر اساس ویسټ انډیزي کریس ګیل ویلي، بنګلور لوبډلې ته یې په ځواب کې ویلي و، په دې شرط به د یولسم پړاو سیالیو کې ورسره لوبیږي، چې د (Retained Players) یا د ځان سره د نیلامۍ وړاندې د لوبغاړو د ساتنې په لیست کې واخلي، چې بنګلور لوبډلې یې بیرته ځواب ورنکړ.

 د کریس ګیل په وینا دا یې هم ورته ویلي و، چې که د (Retained Players) په لیست کې یې وا نه اخلي، نو غوره به وګڼي، چې د بلې کومې لوبډلې لپاره ولوبیږي.

 د نیلامۍ پرمهال کریس ګیل د پنجاب لوبډلې د مشر روزونکي لخوا په ۲ کروړه هندۍ کالدارو د سیالیو ترسره کیدو لپاره وپیرل شو، چې اوس یې په دغه کم قیمت پنجاب لوبډلې ته برید کوونکی پیل ورکړی دی او د هیڅ کومې لوبډلې خلاف یې بریک نه دی نیولی.

د روان یولسم پړاو «IPL» ۲۰ اوریزه کرکټ سوداګریزو سیالیو کې کریس ګیل د پنجاب لوبډلې لپاره

په څلورو سیالیو کې لوبیدلی دی، چې د یوې سلیزې او دوه نیمه سلیزو په جوړولو سره یې ۲۵۲ منډې جوړې کړې دي او په روان لیګ د هغه توپ وهونکو په لیست کې دی، چې تر ټولو ډیرې ۲۳ شپږیزې یې وهلي دي.

بنګلور لوبډلې سره نوموړی د کلونو راهیسې مل و، خو دوامداره کار کردګي ترې نه کیدله، نو ځکه خو یې د کریس ګیل پریښودو ته زړه ښه کړ، خو اوس چې بنګلور لوبډله د زیاتو ستونزو سره مخ ده، داسې ښکاریږي، چې د نوموړي بریدیزې توپ وهنې ښايي بنګلور لوبډله پښیمانه کړي وي، خو کریس ګیل بیا په اوسني لوبډله کې خوښ بریښي.

 پنجاب لوبدله نه یوازې د ویسټ انډیزي کریس ګیل په راتګ سره پیاوړې شوې ده؛ بلکې د افغان سپینر مجیب ځدران ورتګ سره یې په روان پړاو کې هیلې پیدا شوي دي، چې ښايي په خپلو بهترینو لوبو ترسره کولو سره د دې پړاو اتلولي هم په خپل نوم کړي.