
د بنګله دېش او زیمبابې کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د بنګله دېش په کوربتوب د یوې ټیسټ او درو یو ورځنیو لوبو لړۍ وروسته پرون دوشنبه د دوو شل آوریزه سیالیو لړۍ پيل سوه.
په لومړۍ شل آوریزه لوبه کي کوربه بنګله دېش په ۴۸ منډو توپير زیمبابې ته ماته ورکړه.
په یاده لوبه کي لومړی بنګله دېش توپوهنه وکړه. بنګله دېش د لوبي په ټاکلو ۲۰ آورونو کي د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره زیمبابې ته د ۲۰۱ منډو هدف وټاکه.
د بنګله دېش لپاره سومیا سرکار ۶۲، لیټن ټاس ۵۹ او تمیم اقبال بیا ۴۱ منډي جوړي کړې.
د زیمبابې لپاره بیا سکندر رضا، چریس مپوپو او ویصلي مدهیوري یوه ـ یوه ویکیټه واخیستله.
کله چي د زیمبابې لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته سوه، نو د لوبي په ۱۹ آورونو کي ئې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۲ منډي جوړي کړې او د ۴۸ منډو په توپير ئې د بنګله دېش څخه ماته وخوړه.
د زیمبابې لوبډلي لپاره کمونهوکاموي ۲۸ او ممبا بیا ۲۵ منډي جوړي کړې.
مصطفیض رحیم درې، امین السلام درې، شفیع السلام یو، محمد صیف الدین یو او افیف حسین هم د زیمبابې یو لوبغاړی وسوځاوه.
ټاکل سوې دا دوه هیوادونه د شل آوریزه سیالیو د لړۍ دوهمه او وروستۍ لوبه سبا د چهارشنبې په ورځ ترسره کړي.
بنګله دېش تر دې مخکي د زیمبابې څخه د یوازینۍ ټیسټ لوبي ترڅنګ د درو یو ورځنیو لوبو لړۍ هم وګټله.