د هندوستان، سریلنکا او بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د سریلنکا په کولمبو کې د هیروو نیډاس ټراپي په درې اړخیز سیریز کې بنګله دیش سریلنکا ته په خپل کور کې ماتې ورکړه او پای لوبې ته ورسید.
د پای لوبې ته د ورتګ په موخه په ننۍ سیالۍ کې د سریلنکا کرکټ ملي لوبډلې د کوشال پریرا د ۶۱ او تیسارا پریرا د ۵۸ منډو جوړولو سره په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې ته د ۱۶۱ منډو هدف وټاکلو.
بنګله دیشۍ لوبډلې د سریلنکا خلاف په ځوابي لوبه کې دغه هدف د تمیم اقبال د ۵۰ او محمد الله د ۴۳ ناسوځیدولو منډو جوړلو سره د لوبې په وروستي اور کې ترلاسه کړ.
په دغه سیریز کې درې واړه لوبډلې دوه ځل یو بل سره مخامخ شوې، چې پکې هندوستان د ۴ لوبو څخه په درې او بنګله دیش د ۴ لوبو څخه په دوه لوبو کې د بریا خپلولو وروسته پای لوبې ته ورسید.
د هیروو نیډاس ټرافي په نوم د کرکټ درې اړخیز سیریز د سریلنکا هېواد د خپلواکۍ د ۷۰ مې کلیزې په مناسبت سره پیل شوی دی، چې پکې به هندۍ کرکټ ملي لوبډله د راتلونکې یکشنبې په ورځ د بنګله دیش لوبډلې خلاف پای لوبې کې د اتلولۍ خپلولو په موخه ولوبیږي.