د بنګله دیش او ویسټ انډیز د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دوه ټیسټ سیالیو د لړۍ وروسته د ۵۰ اوریزه لوبو سیریز پیل شو، چې پکې بنګله دیش د روان سفر لمړۍ بریا خپله کړه.
په سیالۍ کې د بنګله دیش لپاره د اوپنر تمیم اقبال د ۱۳۰ منډو ترڅنګ الراونډر شکیب الحسن په ۹۷ منډو جوړولو سره بهترینه لوبه ترسره کړه او دغه لوبډله یې د ۲۸۰ منډو هدف ټاکلو ته ورسوله.
ویسټ انډیز په ځوابي لوبه کې د کریس ګیل د ۴۰ او شیمرون هیټ مایر د ۵۲ زیاتو منډو سره په ټاکلو ۵۰ اورونو کې ټولې ۲۳۱ منډې جوړې کړې او په سیالۍ کې یې بنګله دیش ته د ۴۸ منډو په توپیر سره ماتې وخوړه.
په سیالۍ کې لوبډلمشر مشرفي مرتضی بیرته لوبډلې ته راستون شوی دی او په همدې لمړۍ لوبه کې یې د ویسټ انډیز خلاف په ۱۰ اورونو کې د ۳۱ منډو په ورکړې ۴ لوبغاړي وسوځول.
د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دوه ټیسټ سیالیو ترڅنګ درې ۵۰ اوریزه او درې ۲۰ اوریزه سیالۍ هم پلان شوې دي، چې لمړۍ یو ورځینۍ لوبه یې پرون ترسره شوه.
د یادونې وړ ده، چې په د دوه ټیسټ یا ۵ ورځینیو سیالیو په لړۍ کې کوربه ویسټ انډیز لوبډلې بنګله دیش ته ماتې ورکړې، خو د یو ورځینیو لوبو د لړۍ پیل د بنګله دیش په بریا سره وشو او لا هم دوه نورې سیالۍ ترسره کیدونکې دي.