اسیا جام ، څلور غوره ټیمونو مرحله کې د بنګله دیش کیپتان مشرف مرتضی پریکړه وکړه چې په ابوظبۍ کې د افغانستان په وړاندې په ننۍ لوبه کې لومړی بیټینګ وکړي.
بنګلي دیشي ټیم همدارنګه په ننۍ لوبه چپ لاسی سپینر نظام الاسلام د لومړې ځل لپاره په نړیواله یو ورځنۍ لوبه کې را شامل کړی دی. نوموړې په دې کال په شل اوریزو نړیوالو لوبو کې ښه ځلېدلی دی.
همدارنګه یې امر القیس چې د یو بل توپ وهونکې سره تازه دمه اماراتو ته رسیدلی څو خپل ټیم پیاوړی کړي هم د بنګله دیش له خوا په ننۍ لوبه کې شامل دی. مصدق حسین او رب الحسین بیا په ننۍ لوبه کې نه شته.
مصدق اصلا په دې لوبو کې ښه ونه لوبیده او رب الحسین بیا ددې لپاره ډراپ شوی چې بنګله دیش خپل سیپنران پیاوړی کړی شي.
افغانستان بیا د نجیب ځداران او سمیع الله شینواری تر منځ بدلون ته دوام ورکړی. او دا ځل په اوم نمبر ځای شوی دی.
د افغانستان له لورې لوبغاړي په ترتیب سره :
۱- محمد شهزاد، ۲- احسان الله، ۳- رحمت شا، ۴- اضغر افغان، ۵- حشمت الله شهیدي، ۶- محمد نبي، ۷- سمیع الله شینواری، ۸- ګلبدین نایب، ۹- راشد خان، ۱۰- افتاب عالم، ۱۱- مجیب الرحمن.
د بنګله دیش له خوا بیا د لوبغاړو ترتیب په دې ډول دی:
۱- امر القیس، ۲- نظام الحسین شانتو، ۳- لیټون ډاس، ۴- شکیب الحسن، ۵- مشفق الرحیم ، ۶ محمد میثن، ۷- محمد الله، ۸ مهدي حسن میراز، ۹- مشرفي مرتضی، ۱۰ -نظام الاسلام، ۱۱- مستفیظ الرحمن .