د افغانستان او بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د جون میاشت کې راتلونکو ۳ شل اوریزه کیدونکې کرکټ سیالیو څخه وړاندې بنګله دیشي لوبغاړي وارخطاء دي.
د بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر او اوسنی ویکټ کیپر توپ وهونکی مشفیق الرحیم وايي، د افغانستان او بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د راتلونکو ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو په سیریز کې د بنګله دیش نسبت افغانستان په ګټه کې دی.
نوموړي ویلي، افغانستان اوس په نړیوال کرکټ کې د ۲۰ اوریزه سیالیو (ډینجروس) یا خطرناکه لوبډله ده او پر وړاندې یې لوبیدل اسانه کار نه دی.
دغه بنګله دیشي لوبغاړي رسنیو سره په وروستۍ مرکه کې ویلي، د راشد خان ترڅنګ مجیب ځدران د افغانستان په ګټې نورو لوبډلو ته سرخوږی جوړ شوی دی، چې ښه بیلګه یې د هندوستان د کورني کرکټ غوره لیګ یولسم پړاو «IPL» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې د پیاوړو لوبغاړو پر وړاندې ښه ځلیدل دي.
مشفیق الرحیم ویلي، افغان لوبډله په خپل موجوده سپین بالینګ د کرکټ په ډګر کې هره لوبډله را ایسارولی شي او پر وړاندې یې لوبیدل ستونزمن کار دی.
دغه لوبغاړي همدا راز اندیښنه ښودلې، چې د افغانستان خلاف راتلونکو ۳ شل اوریزه کرکټ سیالیو کې یې بل تاوان په هندوستان کې د افغانستان خپل کوربه توب دی، ځکه چې د بنګله دیشي لوبغاړو په نسبت افغان لوبغاړي اوس په هندوستان کې د موسم او حالاتو سره زیات اشنا شوي دي.
خو مشفیق الرحیم هیله ښودلې، چې د سریلنکا په کوربه توب د هیرو نیډاس ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو په وروستي درې اړخیز سیریز کې یې د سریلنکا په نسبت لوبډله ښه ځلیدلې او هغې ته په کتو سره به د افغانستان خلاف هم ښه ولوبیږي.
د یادونې وړ ده، چې د دواړو افغانستان او بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۳ شل اوریزه کرکټ سیالیو لړۍ په راتلونکې جون میاشت کې پيلیږي، چې لمړنۍ لوبه د جون په ۳ مه، دویمه د جون په ۵ مه او وروستۍ دریمه سیالي د همدغه جون میاشتې په ۷ مه نیټه پلان شوې ده.
تر دې مهاله دواړه افغانستان او بنګله دیش د کرکټ په ۲۰ اوریزه سیالیو کې یو ځل د ۲۰۱۴ م کال د کرکټ ۲۰ اوریزه نړیوال جام سیالیو کې مخ شوي دي، چې په هغې لوبه کې بنګله دیش د ۹ ویکټو په توپیر د افغانستان څخه بریا خپله کړې وه.