بنګله دیشي لوبغاړو اقرار؛ د راشد خان لوبول ستونزمن کار دی !

رنګین تجريدي ډیزاین

د افغانستان او بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په هندوستان کې د ۳ شل اوریزه کرکټ سیالو د لړۍ پای ته رسیدو وروسته بنګله دیشیو لوبغاړو اقرار وکړ، چې د افغان لوبغاړي راشد خان لوبول اسانه کار نه دی.

د بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی ویکټ کیپر توپ وهونکی مشفیق الرحیم، چې په وروستۍ دریمه ۲۰ اوریزه سیالۍ کې د افغانستان خلاف بنګله دیشۍ لوبډله بریا ته نږدې کړې وه، د راشد خان لخوا د سوځیدو او افغان لوبډلې ته یې د سیریز بایللو وروسته خبرو کې ویل، د راشد خان لوبول یو ستونزمن کار دی او د ماتو لامل یې هم تر ډیره د افغان لوبډلې سپین بالینګ و.

 د مشفیق الرحیم ترڅنګ د بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلې نوي لوبډلمشر شکیب الحسن هم په خپلو خبرو کې وویل، چې د افغان لوبډلې لخوا ورته د ماتې ورکولو لامل د افغان سوکه توپ اچونکو توپ اچونه وه، په خاص ډول راشد خان، مجیب ځدران او محمد نبي عیسی خیل ورته په سیالیو کې د بریاوو خنډ شول.

د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ ۳ شل اوریزه سیالۍ ترسره شوې، چې پکې بنګله دیشۍ لوبډله د افغان لوبډلې خلاف په هیڅ کومه یوه سیالۍ کې په بریا خپلولو سره بریالۍ نشوه.

 د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې ته په ۳ مسلسل ۲۰ اوریزه لوبو کې په ماتو ورکولو سره دغه لوبډلې ته د لمړي ځل لپاره کلین سویپ ورکړ، چې پکې د ځوان راشد خان ستر رول و.

 راشد خان د دغه سیریز په ۳ لوبو کې ۸ ویکټې ترلاسه کړې او دوه ځلې د لوبې د غوره لوبغاړي کیدو ترڅنګ د سیریز غوره لوبغاړی هم وټاکل شو.

 د یادونې وړ ده، چې د بنګله دیش خلاف په وروستیو لوبو کې د ۳ افغان لوبغاړو راشد خان، محمد نبي عیسی خیل او مجیب ځدران ځلیدو هندی کرکټ بورډ هم حیران کړی دی، چې د روانې جون میاشتې په ۱۴ مه نیټه به افغان لوبډله د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې سره په تاریخي ټیسټ سیالۍ کې څه کوي، په داسې حال کې چې هندۍ لوبډله د لوبډلمشر ویرات کوهلي په نشتون کې د افغانستان خلاف په سیالۍ کې بخت ازمايي.

د افغانستان او هندوستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ لمړنۍ تاریخي ټیسټ کرکټ سیالي د روانې جون میاشتې په ۱۴ مه نیټه ۷ ورځې وروسته د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د هندوستان په بنګلور کې پیلیدونکې ده.