اسټرالیا چې بنګله دېش ته د پنځه شل اوریزو لوبو لپاره سفر کړی دی، له پوره ستونزو سره مخ ده.
دې لوبډلې درې پرله پسې لوبې د بنګله دېش پر وړاندې بایللي او د شل اوریز کرکټ په تاریخ کې بنګله دېش د لومړي ځل لپاره له اسټرالیا څخه لوبلړۍ وګټله.
اسټرالیا له دې لوبلړۍ وړاندې څلورو شل اوریزو لوبو کې بنګله دېش سره مخ شوې وه؛ خو څلور واړه لوبې بنګله دېش بایللې وې او اسټرالیا ګټلې وې.
خو اوس بنګله دېش د راتلونکې یکشنبې په ورځ د څلورمې لوبې ګټلو هلې ځلې کوي او غواړي چې اسټرالیا ته د پخوانیو څلورو ګټل شوو لوبو ځواب په څلورو بریاوو سره ورکړي.
د بنګله دېش او اسټرالیا لوبلړۍ
لومړۍ شل اوریزه لوبه بنګله دېش د تېرې سه شنبې په ورځ په ۲۳ منډو وګټله، دې لوبه کې بنګله دېش ۱۳۱ منډې کړې وې.
اسټرالیا یې په ځواب کې په شل اورونو کې د لس لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۰۸ منډې کړې وې.
په دې لوبه کې د بنګله دېش سپېن توپ اچوونکي نسوم احمد څلور اسټرالیایي لوبغاړي سوځولي وو.
دویمه شل اوریزه لوبه د تېرې چهارشنبې په ورځ د اګسټ په څلورمه ترسره شوه، دې لوبه کې اسټرالیا د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره په شل اورونو کې ۱۲۱ منډې وکړې.
بنګله دېش په ۱۸ اعشاریه څلورو اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره هدف پوره کړ.
درېیمه شل اوریزه لوبه د اګسټ په ۶ مه د جمعې په ورځ ترسره شوه، چې بنګله دېش پکې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۲۷ منډې وکړې.
په دې لوبه کې لوبډلمشر محمدالله ۵۲ منډې جوړې کړې.
اسټرالیا په شل اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره د مېچل مارش د ۵۱ منډو په مرسته ۱۱۷ منډې وکړې او لوبه یې په ۱۰ منډې وبایلله.
څلورمه شل اوریزه لوبه د شنبې په مازیګر ۴ نیمې بجې ترسره کوي.
د بنګله دېش وروستۍ اووه لوبې او بریاوې
د زِمبابوې پر وړاندې د وروستۍ شل اوریزې لوبې ګټل، د افغانستان پر وړاندې وروستۍ لوبه په څلورو وېکټو ګټل، د زِمبابوې پر وړاندې په ۴۸ منډو بریا، د زِمبابوې پر وړاندې په ۹ وېکټو بریا، د اسټرالیا پر وړاندې په ۲۳ منډو بریا، د اسټرالیا پر وړاندې په ۵ وېکټو بریا او د اسټرالیا پر وړاندې په ۱۰ منډو بریا.
دا اووه لوبې یې په دې وروستیو کې ګټلي دي.
ایا افغان لوبډله به په شل اوریزو لوبو کې د بنګله دېش مقابله وکړای شي، که کولای یې شي دلایل یې څه دي؟