بنګلديش د ۳ اړخيز لوبو سيريز وګټی!

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

ليکنه: مدثر دعوت
د بنګلديش، ويسټ انډيز او ايرلينډ ترمنځ د ۳ اړخيزه يو ورځنيو لوبو د سيريز پايلوبه د بنګلديش او ويسټ انډيز ترمنځ وه.
د لوبي پچه بنګلدیش وګټل او توپ اچوونه يې انتخاب کړه.
ويسټ انډيز په ۲۰.۰۱ اوورونو کي د يوه لوبغاړي په سوځيدو سره ۱۳۱ منډي کړی وې خو لوبه د باران له کبله ودریده.
FB IMG 1558122516588 بنګلديش د ۳ اړخيز لوبو سيريز وګټی!
شی هوپ ۷۴، امبريس ۶۹ او براوو ۳ منډي وکړې.
د بنګلديش لپاره مهدي حسن مهراز يوازي يوه ويکټ ترلاسه کړه.
تر ډير انتظار وروسته لوبه پيل سوه او داځل د DL ميتود پربنسټ د لوبڅارانو په مشوره ويسټ انډيز په ۲۴ اوورونو کي بنګلديش ته ۲۱۰ منډي هدف وټاکی.
FB IMG 1558122429028 بنګلديش د ۳ اړخيز لوبو سيريز وګټی!
د بنګلدیش لپاره تميم اقبال ۱۸، سمايا سرکار ۶۶، مشفیق الرحيم ۳۶، محمدالله ۱۹ او مصدق حسین په ۲۴ توپونو ۵۲ منډي وکړې.
د ويسټ انډيز لپاره ريفر او ګبريل دوې دوې ويکټی واخيستې او الين يوه ويکټه واخيسته.
بنګلديش وکولای سول چي په ۲۲.۰۵ اوورونو کي د ۵ لوبغاړو په سوځيدو د ويسټ انډيز هدف ته ځان ورسوي او لوبه يې وګټله.
FB IMG 1558120423525 بنګلديش د ۳ اړخيز لوبو سيريز وګټی!
ددې لوبي غوره لوبغاړی مصدق حسین سو، خو د سيريز غوره لوبغاړی بيا ويسټ انډيزی شی هوپ سو.
FB IMG 1558122482026 بنګلديش د ۳ اړخيز لوبو سيريز وګټی!
پدې ۳ اړخيزه سيريز کي چي د ايرلينډ په کوربتوب ترسره سو، بنګلديش ۳ ، ويسټ انډيز ۲ خو ايرلينډ هيڅ لوبه ونه ګټله، ۲ لوبي د باران له کبله بې نتيجې سولې.