د افغانستان کرکټ بورډ او د کرکټ نړیوالې شوره سره ثبت د لمړۍ درجې (فرسټ کلاس) څلور ورځینۍ سیالۍ د لمړي ځل لپاره په روان ۲۰۱۷ م کال کې د هېواد د ۵ زونونو په ګډون سره پیل شوې.
په دې سیالیو کې د سپین غر، بوست، بند امیر، آمو او میس عینک زونونو د کرکټ لوبډلو ګډون کړی و، چې پای لوبې ته یې د سپین غر او امو زون لوبډلو لار پیدا کړه.
د فرسټ کلاس دې سیالیو په وروستۍ لوبه کې د بند امیر لوبډلې په لمړۍ توپ وهنې سره ۷۴۷ منډې جوړې کړې، چې سپین غر لوبډله په ځواب کې په ۱۹۶ منډو وسوځیده.
د بند امیر زون د کرکټ لوبډلې د ۵۵۱ منډو ستر توپیر مخکي والي سره سره بیا هم د توپ وهنې لړۍ ته دوام ورکړ او ۲۵۶ نورې منډې یې هم جوړې کړې او سپین غر زون لوبډبلې ته د ۸۰۷ منډو ستر هدف ورکړ، خو سپین غر د لمړۍ پاڼۍ په څیر د لوبې د هدف په ترلاسه کولو کې پاتې راغله او ټولې ۲۷۸ منډې یې جوړې کړې.
په دې سیالۍ کې بند امیر د ۵۲۹ منډو ستر توپیر سره بریا خپله کړه د فرسټ کلاس سیالیو د لمړي ځل اتلولۍ خپلولو ترڅنګ د ۴ لکه افغانیو نغدي جایزه هم وګټله.
د دویم مقام سپین غر لوبډلې د ۲ لکه، د ټورنمنټ غوره لوبغاړي کریم صادق ته ۴۰ زره، غوره توپ وهونکي بهیر محبوب ته ۳۰ زره، غوره بالر او د لوبې غوره لوبغاړي وقار خان ته ۴۰ زره افغانۍ نغدي جایزه ورکړل شوه.
د کرکټ فرسټ کلاس هغه سیالۍ دي، چې د یو هېواد د کرکټ بورډ ترڅنګ د کرکټ نړیوالې شورا سره د لمړۍ درجې د لوبو په توګه شمیرل کیږي او د هر لوبغاړي ریکارډ لکه د یو نړیوال لوبغاړي په څیر ثبت کیږي او هر لوبغاړی د یو نړیوال لوبغاړي په څیر حیثیت لري.