د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن ویلي چې دوی په افغانستان کې هغه اهداف تر لاسه کړي دي کومو پسې چې کلونه وړاندې دغه هېواد ته راغلي وو.
هغه زیاته کړې، امریکا خپلو اهدافو ته رسېدلې ده او اوس وخت دی چې خپل سرتېري کورونو ته ستانه کړي.
نوموړي د ناټو له عمومي منشي ینس سټولټنبرګ سره ګډې خبري ناستې ته ویلي چې دوی به په راتلونکو اوونیو او میاشتو کې یو ځای او له نږدې کار وکړي څو په پوره همغږۍ خپل ځواکونه په خوندي توګه خپلو هېوادونو ته ستانه کړي.
نوموړي زیاته کړې چې امریکا او ناټو یو ځای افغانستان ته تللي دي او یو ځای به له دغه هېواد څخه وځي خو دا چې د سپټمبر پر ۱۱مه به یو ځای خپل ځواکونه وباسي او که نه په دې اړه یې ډېر جزیات نه دي ورکړي.
بلینکن زیاته کړې چې ولسمشر بایډن به تر راتلونکو ساعتونو پورې له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د وتلو پرېکړه اعلان کړي.
؟
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر جو بایډن به نن چهارشنبه له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه خپله پرېکړه اعلان کړي.
سپینه ماڼۍ وايي، چې جو بایډن به نن د اپریل ۱۴مه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د پرېکړې پر اساس په افغانستان کې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوي.
بلخوا ټاکل شوې، چې نن به د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن او د امریکا د دفاع وزیر لوېد اسټن د بلجیم په پلازمېنه کې د ناټو چارواکو ته وینا وکړي او له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو په تړاو به وروستي معلومات ورکړي.
بایډن او امریکايي چارواکي دا پرېکړه داسې مهال کوي، چې وسلهوالو طالبانو ویلي، که امریکايي ځواکونو د دوحې د هوکړې مطابق په ټاکلې نېټه افغانستان پرېنږدي، نو دوی به یې پر وړاندې جګړه پیل کړي.
خو بایډن څه موده مخکې ویلي وو، چې په ټاکلې نېټه له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو ایستل له لوجستیکي پلوه ګران کار دی او دا پروسه به وخت ونیسي.