د امریکا د بهرنیو چارو نوی وزیر انتوني بلېنکن وايي، غواړي پوه شي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ په شوې هوکړه کې څه راغلي دي، او طالبان څه غواړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د خپلې دندې د پیلولو په لومړۍ ورځ خبریالانو ته د خبرو پر مهال وویل، د افغان سولې لپاره د دوی د استازي زلمي خلیلزاد دنده مهمه ده او له هغه یې غوښتي چې خپل کار ته دوام ورکړي.
نوموړي دغه راز د هوکړې په اړه وویل، نوي اداره غواړي چې پوه شي د پخوانۍ ادارې او طالبانو ترمنځ څه تېر شوي او د دوی په هوکړه کې څه شامل دي.
بلېنکن زیاته کړې، له خلیلزاد یې غوښتي چې د افغان سولې حیاتي مسئله حل کړي.
نوموړي همدا راز په خپلو خبرو کې د افغانستان د سولې مسئله حیاتي بللې ده او پر خلیلزاد یې غږ کړی دی چې دغه حیاتي مسئله ژر تر ژره حل کړي.
انتوني تر دې وړاندې هم ویلي وو چې امریکا په افغانستان کې د دایمي سولې لپاره هڅه کوي خو تر څنګ یې غواړي چې په دغه هېواد کې د تېرو کلونو لاس ته راوړنې هم وساتي.
نوموړي دغه راز ویلي وو چې د سرتېرو ایستل به یې په افغانستان کې په روانو شرایطو پورې تړلي وي.
بل خوا د افغانستان ملي امنیت شورا ویلي، وسله وال طالبان سولې ته ژمن نه دي او دوی ته د جګړې اوږدېدل او د افغانانو د وژلو دوام هېڅ ارزښت نه لري.
د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله انډر تیره ورځ رسنیو ته یو استولي پیغام کې، ایران ته د طالب پلاوي د سفر په اړه غبرګون ښودلې او ویلي یې دي، طالبانو دوحه کې د سولې مذاکرات پرې ایښي دي او د بهرنیو هیوادونو په سفرونو یې پیل کړی.
نوموړی پرته له دې چې ایران ته د طالب پلاوي د سفر په اړه یادونه وکړي وايي، طالبان د سولې مذاکراتو ته هېڅ ژمنتیا نلري او په خبره یې یاده ډله د جګړو اوږدیدل غواړي.
هغه زیاتوي:« تر اوسه امریکا د دوحې هوکړه لیک ارزول ندي پیل کړي، خو داسې ښکاري چې طالبان وار له مخه له پایلو ویریږي، ځکه سفرونو ته یې مخه کړې ده.»
دوه ورځې وړاندې د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو د ډلې یو پلاوی ایران ته په رسمي سفر لاړ او پرون یې هلته د هغه هېواد له چارواکو سره لیدنې کړي دي.
بلخوا بیا د ايران د ملي امنيت شورا مشر له ملا برادر سره لیدنه کې ویلي چې هېواد یې هېڅ هغه ډله په رسميت نه پېژني چې غواړي په افغانستان کې د جګړې له لارې واک ترلاسه کړي.
د ايراني رسنۍ فارس د راپور له مخې، د ايران د ملي امنيت شورا مشر دا ادعا هم کړې چې امريکا په افغانستان کې سوله او امنيت نه غواړي او اور ته لمن وهي.