بلینکن: ځواکونه مو له افغانستان وباسو خو ټول مسایل به له نږدې څارو

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د امریکا د نوي جوړېدونکي حکومت د بهرنیو چارو وزارت ته نومول شوی وزیر وایي د طالبانو او امریکا ترمنځ تړون په دقیقه توګه ارزول کېږي.
آنتون بلینکن امریکایي سناتورانو ته د خبرو پر مهال ویلي تر دې دمه ددغه تړون له جزیاتو په بشپړه توګه خبر نه دی.
د هغه په وینا دغه تړون به په دقیقه توګه ارزول کېږي او تر هغه وروسته به یې په اړه د بایډن حکومت دریځ خپلوي.
نوموړي دا هم ویلي چې امریکا له افغانستان وځي، په دې هېواد کې به خپله اوږده جګړه پای ته رسوي خو تر څنګ به یې هر څه ته په دقیقه توګه ګوري او ټول مسایل به په هر اړخیزه توګه ارزوي.
د بایډن د حکومت مهم غړی داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې طالبانو تېره ورځ هم له امریکا ددغه تړون د ساتلو او پر هغه د عمل کولو غوښتنه کړې وه.
بل لور ته په امریکا کې د نړیوالو او ستراتيژيکو مطالعاتو مرکز په یوه” اوږده مقاله کې د افغانستان د سولې مسئلې ته کتنه کړې ده.
سرچینه کاږي سره له دې چې امریکایي ځواکونو ته له افغانستان د وتلو” زمینه برابره شوه او ټرمپ ته هم کمپاین وشو خو په افغانستان کې د سولې پروسې د پام وړ اغېز نه دی لرلی.
سرچینه زیاتوي، شاوخوا لس میاشتې د امریکا او طالبانو ترمنځ له رامنځ ته شوي تړون تېرېږي خو لا هم په افغانستان کې جګړې روانې دي او په دغه هېواد کې تاوتریخوالی ډېر شوی دی.
د تحلیل په پای کې لیکل شوي دي، که ښکېل اړخونه په رښتیا په افغانستان کې جګړې ختمېدل غواړي نو ښه به وي چې د جګړې د ختم پر عملي او اغېزناکو لارو چارو فکر وکړي او په دې توګه دې دلته اوږدې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.
دا څرګندونې داسې مهال کیږي چې د قطر په پلازمینه دوحه کې د سولې بین الافغاني مذاکرات دوام لري چې تر اوسه کومې نتیجې ته رسیدلې نه دي.
بل خوا په امریکا کې د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ موده پای ته ورسیده او نن په دغه هیواد کې د جوبایډن د ولسمشرۍ د لوړې مراسم ترسره کېږي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي