د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن ویلي چې دوی له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د وتلو پر مهالوېش بیا کتنه پیل کړې ده.
هغه ویلي چې له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو د وتلو مهالوېش چې د مې میاشتې لومړۍ نېټه ده تر ارزونې لاندې ده او دوی به په دې اړه وروستي معلومات پر وخت له ناټو سره شریک کړي.
بلینکن د ناټو له مشر سره په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د سولې پروسې بیا کتنه روانه ده او هڅه یې دا ده چې دا ارزونه هر څه ژر پای ته ورسېږي او په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د حضور په اړه پرېکړه اعلان کړي.
بلینکن څرګنده کړې چې دوی له ناټو سره خپله همغږي پیاوړې کړې ده او لکه څنګه چې یو ځای دغه هېواد ته تللي، یو ځای به په مناسب فرصت کې بېرته وځي.
په ورته وخت کې ناټو یو ځل بیا له نړیوالو ترهګرو سره د طالبانو پر اړیکو نیوکه کړې ده او ویلي یې دي چې دغې ډلې تر اوسه پورې له نړیوالو ترهګرو ځانګړې توګه القاعده او داعش سره خپلې اړیکې نه دي پرې کړې.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په بروکسل کې د افغانستان په اړه د دغه سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته په خبرو کې پر طالبانو غږ کړی دی چې باید له القاعده او داعش ډلې سره اړیکې پرې کړي.
هغه د سولې خبرو پر چټکتیا ټینګار کړی دی او زیاته کړې یې ده چې افغان جګړه نظامي حل لاره نه لري او په خبره یې دغه ستونزه باید له ډیپلوماټیکو لارو حل شي.
د یادونې ده چې د امریکا د کانګریس غړي وایي تر مې میاشتې پورې له افغانستان د سرتېرو د ایستلو شونتیا خورا کمه ده.
د امریکا د کانګریس غړي مایک روګرس له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې یوازې تېره اونۍ د دوی ترمنځ د افغانستان پر مسئله خبرې شوې دي او په هغه کې هم د سرتېرو د ایستلو موضوع نه ده یاده شوې.
دده په خبره له همدې امله ددې احتمال کم دی چې له افغانستان دې تر مې میاشتې پورې سرتېري و ایستل شي، ځکه یو خو شرایط نه دي برابر او بل په دومره کمه موده کې د توکو لېږ امکان نه لري.
هغه ټینګار کړی چې امریکایي حکومت باید په افغانستان کې وضعیت په سمه توګه وارزوي او دا معلومه کړي چې طالبان پر خپلو ژمنو درېږي او کنه تر هغه وروسته دې د سرتېرو ایستل پيل شي.
تر دې وړاندې هم په امریکایي رسنیو کې داسې ګنګوسې خپرې شوې چې د امریکا له لوري په افغانستان کې د سرتېرو د حضور د دوام لپاره هڅې روانې دي.