بلخ کې د ملي اردو پر ښځینه سرتېرو وسله‌وال برید شوی

رنګین تجريدي ډیزاین

د بلخ ولایت مزار شریف ښار کې نامعلومو وسله‌والو د ملي اردو پر ښځینه سرتېرو وسله‌وال برید کړی، دوه ښځینه سرتېرې یې وژلې او د موټر چلوونکي په ګډون یې دوه نورې ټپيانې کړې دي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، نن سهار شاوخوا اته بجې نامعلومو وسله‌والو د مزار شریف ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د ملي اردو د ښځینه سرتېرو پر موټر برید کړی دی.
نوموړي زیاته کړې، په دې برید کې دوه ښځینه سرتېرې وژل شوي او دوه نورې د موټر چلوونکي په ګډون ټپيانې شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د مرکز کابل او نورو ولایتونو ترڅنګ په بلخ ولایت کې هم امنیتي وضعیت خراب شوی او د ښار په څنډو کې وسله‌وال فعالیت کوي او په مرموز ډول وژنې ترسره کوي.
د یاد برید مسوولیت تراوسه کومې وسله‌والې ډلې نه دی منلی.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي