بريټانیا: که طالبان د حکومت په څېر چلند وکړي همکاري ورسره کوو

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

برېټانیا وایي له طالبانو سره د داعش ډلې ضد مبارزه کې همکاري کوي.

د برېټانیا د وسله وال پوځ لوی درستیز جنرال نیک کارټر په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي چې که طالبان د یوه رښتیني حکومت په څېر له مسایلو سره چلند وکړي؛ نو دوی تیار دي چې مرسته او همکاري ورسره وکړي.

دده په خبره برېټانیا د داعش د خطرونو او دغه ډلې پر ضد له طالبانو سره بشپړې همکارۍ ته تیار ده؛ خو په دې شرط چې دوی د یوه رښتینې حکومت په څېر چلند ولري.

کارټر دغه راز وایي چې د طالبانو په اړه د دوی کړنو ته په کتو پرېکړه کوي. تر دې وړاندې د برېتانیا نورو لوړپوړو چارواکو هم ویلي وو چې د طالبانو کړنو ته په کتو د دوی په اړه پرېکړه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ رویټرز راپور ورکړی و چې په افغانستان کې د بریتانیا د تخلیې عملیات نن پای ته رسېږي.

رویټرز د بریتانیا د وسله والو ځواکونو د قومندان نیک کارټر په حواله ویلي چې بریتانوي ځواکونه خپله ټوله هڅه کوي چې نن په افغانستان کې د وروستیو ملکیانو په ایستلو سره خپل ماموریت پای ته ورسوي.

هغه زیاته کړې، کله چې له افغانستانه د بریتانوي وګړو او افغان همکارانو د ایستلو پروسه بشپړه شي، تر هغه وروسته به د خپلو ځواکونو په ایستلو سره په دغه هېواد کې د تخلیې ماموریت پای ته ورسوي.

نوموړي څرګنده کړې چې لا هم ډېر خلک پاتې دي خو په وینا یې په دې اړه سختو پرېکړو ته اړتیا ده.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې د بریتانیا د دفاع وزیر بن والاس هم ویلي وو چې ژر به په افغانستان کې د تخلیې بهیر بشپړ کړي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي