بایډن: افغانانو ټول ژوند په بې اتفاقۍ تېر کړو

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

ولسمشر بایډن تیره شپه یو وار بیا افغانانو ته په پیغور وویل چې دا هیواد هیڅ کله نه دی یو موټی شوی او هیواد کې میشتو قومونو هم کله ګډ ژوند نه دی کړی.

بایډن په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې پرون د طالبانو د قطر دفتر لوړپوړي غړي مولوي شهاب الدین دلاور په کابل کې د قومي مشرانو یوې غونډې ته د خبرو پر مهال وویل چې امریکا ځان د نړۍ په کچه نعمت باله او طالبان یې په دې وېرول چې د امریکا تر وتلو وروسته به افغانستان تر سوریې هم په بدترو جګړو کې ښکېل شي.

دده په خبره طالبانو د ملت پر یووالي باور درلود او امریکا یې په افغانستان کې د قومي نفاق او کرکو سبب بلله.

هغه زیاته کړې چې امریکا د افغانستان د تجزیې پلان او نقشه درلوده او غوښتل یې دغه هېواد په قومي بنسټ په څو برخو ووېشي خو طالبانو ددوی نقشه له خاورو سره خاورې کړه.

دلاور ټینګار وکړ چې ټول ملت باید سره یو ځای شي، ټول باید خپل یووالی وساتي او نړۍ ته باید افغانان دا ثابته کړي چې له څلوېښت کلنې جګړې ستړي شوي او د هېواد د جوړولو به سره یو لاس کېږي.

دلاور یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د افغانانو ټول قومونه سره یو دي او نړۍ زموږ اوسني یووالي، ثبات، امنیت او سوله ییز ژوند ته حیران ده.

بلخوا د امریکايي جنګي کمپنۍ بلک واټر مشر اریک پرینس په یوه تازه مرکه کې ویلي په افغانستان کې تر ماتې او بې شرمانه تیښتې وروسته به پر امریکا هېڅوک د یوه باوري متحد په توګه اعتبار و نه کړي.

دده په خبره امریکا چې کوم وحشتناک چلند له افغانستان سره کړی دی نړیوال به هغې ته په کتو نور هېڅ وخت امریکا ته د ملګرتیا لاس ور نه کړي او نه به هم ددغه هېواد پر ژمنو او خبرو باور ولري.

پرینس وايي د امریکا پرېکړې د دغه هېواد اروپايي ملاتړي او ملګري هېوادونه سخت حیران کړي دي او ددې تمه نشته چې دا د بې باورۍ فضا دې دومره په اسانه له منځه لاړه شي.

نوموړي ویلي په ځلونو یې امریکایي حکومت ته د جګړې د ختمولو معقولې لارې او طرحې شریکې کړې وې، خو ویې نه منله اوس دا دی امریکا نړۍ ته د یوه بې اعتباره او مختورن هېواد په توګه معرفي شوه.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي