بالیووډ کې قیمتي جینۍ څوک ده؟ کنګنا، پرینکا، که ډیپیکا؟

سپینه تجريدي ډیزاین

په هندي سینما کې د نجونو ترمینځ سیالي او ښځینه فلمي ستورو ته د فلم جوړونکو خاصې پاملرنې د هغوی قیمت لوړ کړی دی.
له دې سربیره، کله چې د ښځینه فلمي ستورو فلمونه پرله پسې کامیابیږي او ښه بازار مومي، دوی هم له یو فلم څخه بل فلم ته لا ډیرې پیسې غواړي.
کله خو داسې هم شوي، چې په یوه فلم کې ښځینه اداکاره له نارینه اداکار څخه زیاتې پیسې اخلي.
موږ دلته د یو شمیر فلمي سوداګریزو سرچینو څخه په ګټه اخیستنې د بالیووډ د قیمتي نجونو نوملړ او د یوه فلم په سر د هغوی د معاش یا تنخوا اټکلي حد را اخیستی دی:
۱ـ ډيپیکا پاډوکون له ۱۲۰ میلونه تر ۱۴۰ میلونه:
د بالیووډ نوموتې ستورې ډیپیکا پاډوکون په ۲۰۰۷ کال کې سینما ته راغلې او تر اوسه يې ۲۳ فلمونه جوړ کړي. هغه د پیکو، باجیرو مستاني، او پاډماوت په څير کامیاب فلمونه لري. نوموړې اوس د یو فلم په سر له ۱۲ تر ۱۴ کروړه هندۍ روپۍ اخلي.
۲ـ کنګنا راناوټ له ۱۲۰ میلونه تر ۱۴۰ میلونه:
د شمالي هندوستان دا ښکلې سینما ستورې هم له ډیپیکا پاډوکون کمه نه ده. د کنګنا راناوټ که څه هم ځيني فلمونه ناکام شوي، خو بیا هم هغه د بالیووډ له قیمتي سینمايي ستورو څخه ده. نوموړې هم د ډیپیکا په څیر له ۱۲ تر ۱۴ کروړه هندۍ روپۍ په یوه فلم اخلي.
۳ـ پرینکا چوپړا له ۱۰۰ میلونو تر ۱۲۰ میلونه:
پرینکا چويړا د هندي سینما سوپرسټار بلل کیږي. هغه نه یواځې په هندي سینما راج کوي، بلکې په هالیووډ کې هم خاص نوم لري. که څه هم هغې ډير وخت په هندي سینما کې کوم نوی فلم نه دی جوړ کړی، خو په هالیووډ کې اوس هم فعاله ده. نوموړې د یوه فلم په سر له ۱۰ تر ۱۲ کروړه هندي روپۍ غواړي.
۴ـ کرینه کپور له ۹۰ میلونه تر ۱۰۰ میلونه:
د بالیووډ بیبو که څه هم ډیر وخت د خپل زوی تیمور لپاره له سینما څخه لرې وه، خو د بجرنګي بایجان په څیر کامیاب فلم لري. هغه د یو فلم په سر له ۹ تر ۱۰ کروړه هندي روپۍ غواړي.
۵ـ انوشکا شرما ۸۰ میلونه:
د هندي سینما ښکلې اداکاره او د ویرات کولي میرمن انوشکا شرما تر اوسه ۱۶ فلمونه جوړ کړي، چې زیات يې کامیاب هم وه. انوشکا شرما د یو فلم په سر ۸ کروړه هندي روپۍ اخلي.
۶ـ عالیه بټ ۷۰ میلونه:
د هندي سینما دې ځوانې ۲۵ کلنې اداکارې په خپل کم عمر کې خورا ډيره بریالۍ ده. عالیه بټ د یو فلم په سر تر ۷ کروړه هندي روپۍ اخلي.
۷ـ کټرینا کیف ۷۰ میلونه:
کټرینا کیف چې یو وخت د بالیووډ ملکه وه د څو پرله پسې ناکامو فلمونو له امله خورا ډیره شاته لاړه. د هغې وروستی فلم (ټایګر زنده هی) که څه هم ډیر کامیاب و، خو کلونه وخت به ونیسي، چې کټرینا بیرته خپل پخوانی ځای ونیسي. کټرینا کیف په یو فلم ۷ کروړه هندي روپۍ اخلي.
۸ـ شردا کپور له ۴۰ تر ۵۰ میلونه:
شردا کپور که څه هم یک ویلن، ای بي سي ډي۲، او باغي په څیر کامیاب فلمونه لري، خو راک آن۲ او حیسنه پرکار فلمونو د ماتې له امله يې بازار ناست دی. هغه اوس د یو فلم په سر تر ۵ کروړه هندي روپۍ اخلي.
۹ـ سوناکشي سینا ته هم د یو فلم په سر تر ۵ کروړه هندي روپيو پورې ورکول کیږي.
یادونه: دا مالومات د یوې معتبرې تجارتي سرچینې راڅخه راټول شوي او د “بالیووډ لایف.کام” څخه پښتو ته ژباړل شوي. د سرچینې په وینا دا مالومات تر ډیره اټکلي دي او شاید چې ځینې هندي سینمايي ادکارانې تر دې شمیرې ډیرې او یا هم کمې پیسې واخلي.