بارسلونا د ریال سوسیداد فوټبال ټیم سره لوبه مساوي کړه

رنګین تجريدي ډیزاین

د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د ۱۷مي اونۍ په لوبو کي پرون شنبه بارسلونا د ریال سوسیداد فوټبال لوبډلي سره ولوبېده، چي لوبه ۲ ګولونه په مقابل کي د ۲ ګولونو په مساوي ډول پای ته ورسېده.
inbound2060132265583670419 بارسلونا د ریال سوسیداد فوټبال ټیم سره لوبه مساوي کړه
د بارسلونا لپاره ګریزماین او لیویز سواریز ګولونه ولګول، خو د ریال سوسیداد لپاره بیا لومړی ګول میکل اویرزابل د پیالنټي په واسطه ګولوهنه وکړه او دوهم ګول بیا د دې ټبم لپاره الکساندر ایسک ولګاوه.
inbound7927232007467487435 بارسلونا د ریال سوسیداد فوټبال ټیم سره لوبه مساوي کړه
دا لوبه د ریال سوسیداد لوبډلي په کوربتوب په ریل ارینا فوټبال لوبغالي کي ترسره سوه، چي په زرګونه مینوال ځایوي او دا لوبه په زرګونه مینوالو په ژوندۍ بڼه په یاد لوبغالي کي له نژدې وکتله.
inbound1993120620716952993 بارسلونا د ریال سوسیداد فوټبال ټیم سره لوبه مساوي کړه
د دې لیګ په یوه بله لوبه کي تېره شپه ناوخته اتلاتیک ماډریډ ۲ ګولونه پر ۰ ایبار ته ماته ورکړه.
د اتلاتیک لپاره موراتا او سانچس ګولوهني وکړې.
inbound2076677922922042131 بارسلونا د ریال سوسیداد فوټبال ټیم سره لوبه مساوي کړه
بلخوا بیا د دې لیګ نوري مهمي لوبي نن یکشنبه ترسره کیږي.
د یادو لوبو له ډلي به نن ماپښین ۳:۳۰ بجې ختافه د ریال والاډولیډ سره، مازدیګر ۵:۳۰ بجې سلتاویګو د مایورکا سره، ماښام ۷:۳۰ بجې اسپانیول د ریال بیټیس سره، ماخستن ۱۱ بجې سویا د ویاریال سره او نن یکشنبه ماخستن ۱۲:۳۰ بجې بیا ریال ماډریډ د والینسیا فوټبال لوبډلي سره لوبیږي.
inbound6893798461411779457 بارسلونا د ریال سوسیداد فوټبال ټیم سره لوبه مساوي کړه
ها خوا راتلونکې چهارشنبه د نړۍ تر ټولو ستره د فوټبال لوبه ترسره کیږي.
دا لوبه د ریال ماډریډ او بارسلونا ټيمونو ترمنځ ده، چي د الکلاسیکو په نوم نومیږي.
ریال ماډریډ او بارسلونا به راتلونکې چهارشنبه ماخستن ۱۱:۳۰ بجې یو د بل په وړاندي سره ولوبیږي.
inbound6123411709724633939 بارسلونا د ریال سوسیداد فوټبال ټیم سره لوبه مساوي کړه
د دې لیګ د نمرو په جدول کي بارسلونا لومړی، ریال ماډریډ دوهم، سویا درېیم، ریال سوسیداد څلورم او ختافه بیا پنځم ځای لري.