
د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ په سیالیو کي تېره شپه د نړۍ دوې قوي د فوټبال لوبډلي بارسلونا او ریال ماډریډ یو د بل په وړاندي ولوبېدې، چي دې لوبډلو لوبه صفر په مقابل کي د صفر په مساوي ډول پای ته ورسوله.
دا لوبه د بارسلونا په کوربتوب په نیوکمپ فوټبال لوبغالي کي تېره شپه ۱۱:۳۰ بجې پيل سوه.
په دې لوبه کي دواړو لوبډلو خورا ډېر د ګول چانسونه له لاسه ورکړه، خو یوه لوبډله هم ونه توانېده، چي د لوبي تر پایه پوري ګولوهنه وکړي او لوبه په خپل ګټه پای ته ورسوي.
دا لوبه د ریال ماډریډ او بارسلونا د نورو لوبو په پرتله ارامه وه، خو بیا هم د بارسلونا درې لوبغاړو او د ریال ماډریډ بیا ۵ لوبغاړو د زیاتو پولونو له امله ژړ کارډونه د لوبڅار له لوري ترلاسه کړه.
د یادي لوبي غوره لوبغاړی د ریال ماډریډ مرکزي لوبغاړی کاسمیرو وټاکل سو هغه د خپلي لوبډلي د دفاع او د توپ ښې وېشني لپاره ډېري هڅي وکړې.
د فوټبال دا لوبه چي ډېر جذابیت لري د نوري نړۍ تر څنګ دلته افغانستان کي هم په میلیونونو افغانانو په ژوندۍ بڼه ولیدله.
د بارسلونا او ریال ماډریډ د پرونۍ لوبي په مساوي کولو سره دواړو ټیمونو ته یو ـ یو امتیاز ورکړل سو، چي دا دواړې لوبډلي ۳۶ ـ ۳۶ نمرې لري.
خو د جدول په لومړي ځای کي بارسلونا او په دوهم ځای کي بیا ریال ماډریډ شتون لري.