افغان حکومت د بشردوستانه مرستو په تړاو د ملګرو ملتونو د تازه پرېکړې هرکلی کړی دی.
د رییس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنیفي وایي دوی د ملګرو ملتونو د هغه پرېکړې هرکلی کوي چې له افغانانو سره خپلې بشردوستانه مرستې ډېروي.
دده په وینا تر څنګ یې افغان حکومت په دې پروسه کې د شفافیت غوښتونکی دی.
هغه زیاته کړې چې نړیوالې مرستندویه موسسې په تېره ملګري ملتونه باید د مرستو د تنظیم لپاره د افغان حکومت له ظرفیت کار واخلي.
دده په خبره افغان لوری همدا راز ددې غوښتونکی دی چې مرستې په شفافه توګه او له هر ډول تبعیض پرته پر ټولو اړمنو افغانانو ووېشل شي.
تر اوسه معلومه نه ده چې ملګري ملتونه به د نوي حکومت دې وړاندیز ته څه ځواب ولري، خو تر دې وړاندې یې ټینګار کړی چې د بشردوستانه مرستو په برخه کې د حکومت مداخله نه مني.