
ټاکل سوې د راتلونکي جمعې په ورځ افغان او ایرلینډۍ کرکیټ ملي لوبډلي د درو شل آوریزه سیالیو لړۍ پيل کړې، چي په همدې موخه افغان لوبډله لا څو اونۍ مخکي هند تللې ده، خو ایرلینډ کرکیټ ملي ټيم بیا نن دوشنبه سهار د هندوستان ډهلي ښار ته ورسېد.
افغان او ایرلینډ کرکیټ ملي لوبډلي لومړۍ شل آوریزه لوبه راتلونکې جمعه، دوهمه شل آوریزه لوبه راتلونکې یکشنبه او درېیمه شل آوریزه لوبه بیا د راتلونکي اونۍ د سې شنبې په ورځ ترسره کوي.
دا درې واړه شل آوریزه لوبي د افغانستان په کوربتوب د هندوستان په ګریټر نویډا کرکیټ لوبغالي کي ترسره کیږي.
د افغانستان کرکیټ بورډ وايي، چي دا لوبي به د افغانستان ملي سپورټ ټلویزیون په ژوندۍ بڼه خپرې کړي.
افغان او ایرلینډۍ لوبډلو یادو شل آوریزه سیالیو ته خپلي لوبډلي اعلان کړي دي.
افغان کرکیټ بورډ د ایرلینډ په وړاندي دا لوبډله اعلان کړې ده.
اصغر افغان لوبډلمشر، رحمان الله ګربز، حضرت الله ځاځی، کریم جنت، نجیب الله ځدران، محمد نبي، ګلبدین نایب، راشد خان مرستیال لوبډلمشر، نوین الحق، شاپور ځدران، مجیب الرحمن، قیس احمد، عظمت الله عمرزی، سمیع الله شینواری او عثمان غني.
د افغانستان په وړاندي ایرلینډ کرکیټ بورډ بیا دا ۱۴ کسیزه لوبډله اعلان کړه:
آنډریو بالبرني لوبډلمشر، ګریټ ډیلاني، جورج ډوکریل، شین ګیټکټ، جوش لیټل، باري مکرټي، کیون اُبراین، بایډ رینکین، سیمي سینګ، پاول سټرلینګ، هیري ټیکټور، لورکان ټوکیر، ګیري ویلسون او کریک یانګ.