ایا غواړئ په ادارو/ دفترونو کې ستونزې جوړوونکي کارکوونکي وپېژنئ؟

آبي رنګه تجريدي ډیزاین
لیکنه: مستوره محمدي

ډېری هغه کسان، چې په ادارو او دفترونو کې کار کوي، د بېلابېلو خويونو او عادت لرونکو کسانو سره مخامخ کیږئ. ځينې کسان په ادارو کې د نورو کارمندانو مخ ته تګ نشي زغملی. او په یو ډول نه یو ډول د خنډ رامنځته کولو کوښښ کوي. د دې لپاره چې خپل همکاران و پېژنئ، د مطلب په دوام درسره څو ډوله شخصیتونه معرفي کوو، ملتیا مو وکړئ.

په هرڅه پووهېدونکي شخصیتونه؛

دغه ډول خلک فکر کوي په هربرخه کې متخصصین دي. او په دې قادر دي، چې هر ډول کارونه تر سره کولای شي او بله نښه یې داده چې دغه کسان متکبره او له نورو ځان ته لوړ فکر کوونکي دي. د هرې موضوع په اړه خپل نظر بیانوي. او کله چې تېروتنه کوي، خپله تېروتنه نه مني. په هر حالت کې له خپله ځانه دفاع کوي.

مستبد شخصیتونه؛

دا ډول خلک په زور او جبر سره خپل کارونه په نورو تر

سره کوي. ځینې وختونو کې د ژبې په نرمولو سره نور خلک داسې کارونو ته مجبوروي، چې ډېره ګټه یې دوی ته وي. همدارنګه دغه ډول کسان په اسانۍ سره نوروته سپکاوی کوي، خو له نورو څخه د درناوي هیله لري. او په نورو کسانو یې انتقاد په بې رحمۍ او د خپل غچ اخیستلو په بڼه وي.

(هو) ویوونکي شخصیتونه؛

هر ډول وړاندیزونو ته (هو) ویونکې دي. او هره دنده، چې ورته ورکول کېږي نه، نه وایي، خو بیا ورکړل شوې دنده په ډېره لټۍ سره پر مخ بیایي. او تل پلمې لټوي. او بښنه غواړي، خو پدې ډول کسانو باندې هېڅوک باور نشي کولای، چې ورکړل شوی کار به تر سره کړي که نه.

(نه) ویوونکي شخصیتونه؛

هر کار ته په منفي نظر ګوري. د کارونو په تر سره کولو کې لږه مشوره ورکوي. او یا د کارونو په وړاندې خنډ جوړوي. او د هېڅ ډول دندې پر مخ وړلو ته چمتو نه وي. او په هر ډول کار کې غواړي په خپل زړه تغییرات رامنځته کړي.

شک کوونکي شخصیتونه؛

هره پرېکړه چې د مدیرانو یا د لوړ پوړو لخوا نیول کېږي، د دوی په نظر سمه پرېکړه نه ده. او ډېری وخت د اوضاع څخه سر ټکوي، خو پخپله بیا د اوضاع د ښه کېدلو لپاره هېڅ اقدام نه کوي. که څه هم نور کسان سمې پرېکړې نیسي، خو د دوی په نظر هغه پرېکړه ستونزمنه ده. د دغه ډول شخصیت لروونکو کسانو څخه اکثره خلک لرې‌والی غوره کوي.

کینه‌کښ شخصیتونه؛

د خپلو همکارانو د پرمختګ تحمل نه لري. اوهغه ډله کسان چې د مشرانولخوا د پاملرنې وړ ګرځي. او یا کله چې د هغوی د پرمختګ څخه خبر شي، نو په مستقیمو او نامستقیمو لارو کوښښ کوي، چې د نورو له نظره یې کم یا سپک ښکاره کړي. دغه ډول کسان داسې چلند کوي، چې هېڅکله تاسو د هغوی د حسد اوکېنې ته نه متوجه کېږي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.