په نړۍ کې نیمه برخه دښځو ده او باید همداسې هم وي، مګر هغه ښځه چې د نیمې نړۍ مسؤلیت په غاړه لري باید څومره خپلواکه، باسواده او غښتلې وي؟
د پرمختللو ټولنو درجه بندي د همدې ځواب په اساس کولی شو.
راځو زموږ ټولنې او زموږ د ټولنې ښځو ته، ما چې د دې لیکنې د عنوان په حیث وویل چې د پښتنې ټولنې د پرمختګ خنډ ښځه ده، دا خبره د لاندې دلایلو په اساس کوم.
لومړی: د ټولنې بنسټ یا ټولنیز ژوند له یوې کورنۍ راپیلېږي او په پښتني کورنۍ کې داخلي ترتیب عموماً د ښځو په غاړه وي، کله چې یوې بې تجربې، کم عمره او بېسواده ښځې ته د یوې کورنۍ مسؤلیت ور په غاړه شي مالومه خبره ده چې سم یې نشي ترسره کولای او کورنۍ د ګډوډۍ لوري ته ځي.
دویم: ژوند د انډول نیمه برخه ښځه یا په بله اصطلاح د انساني ژوند نیمه انرژي ښځه ده او زموږ په ټولنه کې د باچا خان په قول (د پښتنو نیمه انرژي د څلور دېوالونو تر منځ وسوزېده) یانې موږ خپل نیم قوت پخپله له ځانه اخیستی او په ښځو مو دا عملیه اجرا کړې چې ” ښځه یا د کور وي، یا د ګور”.
درېیم: د پښتنو ښځو بېسوادي د ټولنې د شاتګ لوی لامل دی.
دا ځکه چې ښځه یوه مور ده او د مور غېږه د ماشوم روزلو لومړۍ مدرسه ده خو د هغې مور د غېږې مدرسه چې حتا لیک لوست یې نۀ وي زده، له هغې سره څومره لوی توپیر لري چې لیسانس، ماستره او نور علمي سندونه لري.
څلورم: د پښتنو نجونو د ودولو سیستم زموږ د ټولنې د پرمختګ تر ټولو لوی خنډ دی.
زموږ په ټولنه کې کله چې یو هلک زلمی شي تر هر څه لومړی غم یې د واده ورسره وي دا ځکه چې د لوړ ولور د موندلو په تلاش کې یا نورو ملکونو ته غیر قانوني مسافرت کوي یا غیر قانوني تجارت او یا هم غلا او جنګ و قِتال کوي، دا ځکه چې دی باید ښځه ولري، دلته خو تر دېرش کلنۍ مخکې د ښځې لرل حتمي دي کنه د خلکو د پېغور به یې.
نو که موږ غواړو چې یوه پرمختللې ټولنه ولرو تر هر څه زیاته توجه باید ښځو او د ښځو ژوند ته وکړو، د تعلیم اجازه ورکړو، ولور یې کم کړو، هر خوښ او نا خوښ ته یې په نکاح ورنکړو، ولور یې ټیټ کړو حتا بېخي یې وانخلو او تر ټولو مهمه دا چې ټولنیزه ازادي ورکړو تر څو دوی کار وکړي یوه اندازه پیسې ولري او تل د پلار، ورور یا خاوند لاس ته په تمه نشي.