انګلستان په لمړۍ لوبه کې پاکستانی بابر اعظم کور ته رخصت کړ 

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د کوربه انګلستان او میلمه پاکستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په لمړۍ ټیسټ لوبه کې پاکستانۍ لوبډلې خپل پیاوړی توپ وهونکی بابر اعظم وبایلود.

د داوړو لوبډلو ترمنځ د لندن په لارډز کرکټ لوبغالي کې د روانې مۍ میاشتې د ۲۴ مې نیټې څخه لمړنۍ ټیسټ لوبه پیل شوې، چې پکې پاکستانی توپ وهونکی بابر اعظم د ټپي کیدو وروسته کور ته ولیږل شو.

د کرکټ نړیوالې شورا د ویب پاڼې د معلوماتو له مخې، نوموړی د انګلستان خلاف په لمړۍ روانه ټیسټ لوبه کې د توپ وهنې پر مهال د ۶۸ منډو جوړلو وروسته د بین سټوک په توپ د چپ لاس پر مړوند ولګید، چې هماغه شیبه یې میدان پریښود.

 ویل کیږي چې بابر اعظم ته د ۴ څخه تر ۶ اونیو پورې ارام ورکړل شوی دی او نشي کولی، چې په روانه او راتلونکې لوبه کې ولوبیږي.

بابر اعظم د پاکستان په اوسنۍ کرکټ ملي لوبډله کې د تر ټولو مهم کلیدي توپ وهونکي رول لري، چې په وروستیو کې یې دغه لوبډلې ته بهترینې لوبې ترسره کړې دي.

 د یادونې وړ ده، چې د دواړو پاکستان او انګلستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په روانه ټیسټ سیالۍ کې کوربه انګلینډۍ لوبډله په ستونزو کې ګیر ده.

دغې لوبډلې په لمړۍ پاڼۍ کې په ۱۸۴ منډو خپل ټول لوبغاړي بایللي و، خو پاکستانۍ لوبډلې یې په ځواب کې بیرته ۳۶۳ منډې جوړې کړې او د ۱۷۹ منډو مخکې والی یې خپل کړی و.

د لوبې په دریمه ورځ انګلینډۍ لوبډلې د جیو روټ، جوز بټلر او ډومنیک بییس د نیمه سلیزو جوړلو پرمټ د پاکستان خلاف بیرته د ۵۶ منډو مخکې والی خپل کړی دی، خو د ۲۳۵ منډو جوړلو سره یې خپل لوبغاړي د لاسه ورکړي.

د سیالۍ لا هم دوه ورځې پاتې دي او پکې انګلینډي لوبغاړي جوز بټلر او ډومنیک بییس د نیمه سیلیزو جوړلو وروسته هم توپ وهنې ته دوام ورکوي.