انډری رسل د سي‌پي‌اېل سیالیو تر ټولو چټکه نیمه سلیزه ثبت کړه

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

 

د کارابین یا سي پي اېل سوداګریزې کرکټ لوبې چې د چهارشنبې په ورځ په ویسټ انډیز کې د ۶ لوبډلو په ګډون پیل شوې په درېیمه لوبه کې یې د جمعې په ماسختن انډری رسل ریکارډ جوړ کړ.

رسل چې له جمېکا ټلاواس لوبډلې سره لوبېږي، د سېنټ لوشیا کېنګز لوبډلې پر وړاندې په پنځم نمبر توپوهنې ته راغی.

نوموړي په دې لوبه کې په ۱۴ توپونو چټکه نیمه سلیزه ثبت کړه او دا په دې سیالیو کې لومړۍ چټکه پنځوسیزه ده.

هغه په ۶ شپږیزې او ۳ څلوریزې ووهلې او په ۳۵۷ اعشاریه ۱۴ سټرایک رېټ ولوبېد.

یعنې نوموړي په اوسط ډول په هر توپ ۳۵۷ منډې کړي دي، چې نږدې په هر توپ څلوریزه راځي.

د جمېکا ټلاواس لوبډلې د والټن د ۴۷ منډو، د کېنار لیویس د ۴۸ منډو، د حیدرعلي د ۴۵ منډو او د رسل د ۵۰ منډو په مرسته په ۲۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۵۵ منډې وکړې او سېنټ لوشیا کېنګز ته یې ۲۵۶ منډې هدف ورکړ.

وهاب ریاض په ۳ اورونو کې ۶۳ منډې ورکړې، کېمو پال په ۴ اورونو کې ۴۱ منډې ورکړې، اوبېډ مکای په ۴ اورونو کې ۵۲ منډې ورکړې؛ خو درې وېکټې یې ترلاسه کړې.

عثمان قدیر ۳ اورونو کې ۳۸ منډې ورکړې، روسټن چیس په ۴ اورونو کې ۳۳ منډې ورکړې او دوه وېکټې یې ترلاسه کړې او کېسرېک وېلیمس په ۲ اورونو کې ۲۶ منډې ورکړې.

 

د سي‌پي‌اېل لیګ لومړۍ لوبه چې د نوین الحق دې او ټرېنباګو نایټ رایډرز ترمنځ شوې وه، نوین الحق دې په ۹ منډو ګټلې وه، دې لوبه کې نوین الحق په ۴ اورونو کې ۴۱ منډې ورکړې وې او یوه وېکټ یې اخیستې وه.

دویمه لوبه د پنجشنبې په ورځ د باربادوس رایلز او سېنټ کېټس او نیویس پېټرېټس ترمنځ شوې وه، چې نیویس پېټرېټس لوبډلې په ۲۱ منډو ګټلې وه.

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.