دا یو څرګند حقیقت دی چې ډیری انجونې د ځوانۍ مرحلې ته په رسیدو د نورو سینګارونو سر بیره د نوکانو پریښودو او سینکار ته يي ډیره لیوالتیا ښيي، خو دا چې ولې نن مو د دوی د همدې کړنې له رازونو او زیانونو خبروم:
۱- د ځوانو لاسونو ښکلا
ځوانې انجونې یا هم میرمنې يې د نوکانو اوږدول یا پریښودل د لاسونو ښکلا ګڼي او دوی په دې آند دي چې زموږ نوکان زموږ د فیشن او سلیقې یوه برخه ده.
حنا نومې ننګرهار میشتې لوستې انجلۍ وايي:
«د ښوونځې تر فراغت وروسته مې دا پینځم کال دی چې نوکان پریږدم، زه په خپلو نوکانو ځانګړې پاملرنه کوم او که څوک يې راته د ماتولو پریکړه وکړي، نو ممکن خفه يې کړم، ځکه دا کړنه ماته ځانکړې مزه راکوي چې په همزولو کې مې نورې انجونې د نوکانو ستاینه وکړي.»
۲- اسلام دا کړنه ګناه بولي
دینې عالم مولوي محمد غني فاروقې وايي، اسلام د هر اړخېزې پاکۍ او نظافت ساتلو سپارښتنه کړې ده، ایمان بیا د باطنۍ نظافت او پاکوالې نوم دی، پرهمدې بنسټ سنت د نارینه وو او ښځینه وو ترمنځ مشترک دي.
دی زیاتوي؛
«د نوکانو پرېکول هم د فطرت سنت دی او محمد رسول (ص) د نوکانو د اخیستلو امر کړی، کومې ښځینه یا انجونې چې نوکان اوږدوي او نه يي پرې کوي دوی دوه ګناوې کوي:
یوه ګناه یې قصداً د سنتو پرېښودل او په خلاف یې عمل کول دي.
دوېمه ګناه یې دا ده چې په پلیتو ګوتو خوراک کوي دا په داسې حال کې ده چې خوراک لپاره د لاسونو او ګوتو پاکوالی نبوي سنت دي او دوی په ګنده ګوتو خوراک کوي چې هم ددین خلاف عمل دی او هم صحت ته زیان رسوي.«
طب هم د میرمنو د نوکانو اوږدولو سره همغږی ندی. ډاکتره ولوله وايي:
د نوکانو په اوږدولو سره کیدای شې د نوکانو په منځ کې میکروبونه جوړ شې چې دا چاره د نوک پریښیدونکې شخص د ډول، ډول ناروغیوسبب ګرځې، دا هم« امکان لري چې ډیری میرمنې په غټو نوکانو یا ځان او یا هم نور شوکارې کړي، که یوه ډاکتره نوکان پریږدي نشې کولای دستکشې سمې واغوندې، د غټو نوکانو واله میرمن نشې کولای په کمپیوتر کې سمه لیکنه وکړي.»
هغه زیاتوي؛ ددې لپاره چې د یوې ډاکترې په حیث د نوکانو د پریښودلو سره موافقه نه یم، دا هم وایم چې طب ټولو خویندو او ورونو ته توصیه کوي چې د شپې لخوا نوکان مه پریکوئ، هغه ځکه چې د انسان ډیری برخه کلسیم د شپې لخوا نوکانو کې وي او که چیرې يې پرې کړئ، نو ډیره برخه کلسیم به مو له لاسه ورکړي دي، نو هیله ده نوکان مو د ورځې پرې کړئ.