لیکنه: آلما افغان
۱. ساده لباس غوره کړئ
پدې خو به پوهیږۍ چې هیڅوک نه غواړي په یو غم کې دې د خوښۍ شوخ لباس واغوندي، ځکه په مقابل لوري بده اغیزه پریباسي، همداسې که موږ په یوه اداره کې کار کوو او موږ سره يې ډیری هغه نارینه وي او موږ ځانته شوخې جامې انتخابوو، نو دا کړنه به مو د ادارې په نارینه همکارانو بد تاثیر وکړي، د هغې په نظر کې به بد ښکاره شۍ، همدا وي چې دلته له تاسې څخه د سوه استفادې زمینه هڅې کیږي.
هڅه وکړئ ساده لباس غوره کړئ، که ساده او تور حجاب وي، نو بیخي ښه ده ځکه دروند لباس ستاسو شخصیت درنوي.
دا په دې مانا چې تاسې له ښه لباس منعه کوو او بدرنګ او خیرن لباس وغواندئ یا وګرځئ، خو شرایطو ته باید وکتل شي، ځکه که شرایط درک نه کړو او کوم تاوتریخوالي یا پټ ګواښ سره مخ شو، بیا په دې ټولنه کې سخته ده چې کار وکړی شو.
۲.غلیظ فیشن مه کوئ
ځان او لباس مو پاک وساتئ، همدا سلیقه ده، مګر په یو اداره کې شوخ فیشن، بنګړي، شوخ رنګ څپلۍ او نور د سینګار توکي استعمال سلیقه نه، بلکې د یو نارینه بې لارې کول او ځانته بیلابیلې ستونزې جوړول دي.
هڅه وکړئ خپله سلیقه دومره با نظمه وساتئ چې نور درته ښه ووايي، نه د بدۍ ګوته.
دا چې تاسې دفتر راځئ، نو کار ته راځئ، نه فیشن او بې حده ډول او سینګار ته، ښه دی چې هم ځان وساتئ او هم د نورو له پام بچ شئ.
۳. له ضرورت پرته د همکارانو سره اړیکې مه غځوئ
رڼا احمدزۍ چې په ډیرو ادارو کې یې کار کړی، خپله تجربه راسره شریکوي:
یوه ورځ مې رانه د دفتر همکار د موبائیل شمیره وغوښته ما هم ددې لپاره چې ورور مې ورته ویلې وو او ښې اړیکې مې ورسره لرلې خپله شمیره ورکړه.
هره ورځ به مو د دفتر او نورو مسایلو په اړه خبرې کولې. اړیکه مو ډیره ښه روانه وه، یوه ورځ هماغه همکار مې د یوې بلې همکارې سره د همکارانو د ښو او بدو سلوکو په اړه بحث کاوه، هماغه شخص زما په اړه ویلي ول:
«رڼا ډیره بده انجلۍ ده، ځکه هره ورځ د هلکانو سره په موبائیل غږیږي، ددې خبرو په اوریدو ډیره خفه شوم ما ویل که دومره وخت مې خپل همکار ته نه ورکاوه، نن به يې زما بده هم نه ویله.»
یعنې دلته هدف دا دی چې دومره هم باید له همکار سره فري نه شئ چې پر تاسې نور ګومان وکړي، ښه دی چې په هماغه اداري چوکاټ او اصولو ورسره لاړ شئ. ځکه ستاسې لپاره تر ټولو ښه لباس اصول دي، که اصولي اوسئ، هیڅوک او هیڅ دول ځورونه او تاوتریخوالی نه شي رامنځته کولی.
۴. له خپلو همکارانو سره منځلاري وساتئ
ددې خبرې معنا داده چې له هر همکار سره عادي چلند وکړئ، نه ډیره بده رویه او مه هم ډیر ورسره خواږه کیږئ. ځکه دا حالت دواړه ستاسو په اداره کې د ځورونې لامل کيږي، که له هرچاسره جګړه وکړئ، نو هغوی به ستاسو له ځورونې خوند واخلي او دا چاره به هر وخت ترسره کوي او برعکس؛ که خپلې اړیکې ډیري خوږې وساتئ، نو د ښه والي به مو سوء استفاده وشي، ښه به وي چې منځلاري غوره کړئ.
که چیرته یوه ښځینه همکاره له نورو نارینه وو او ښځینو همکارانو سره بد چلند وکړي، بیا نو ممکن همدا همکاران بیلابیلې پلمې جوړي کړي چې تاسې په ستونزو کې راګیر کړي، ښه دی چې له جنګونو او بدو رویو ځان وساتئ.
۵ . هڅه وکړئ د خپلې وړتیا مطابق پوسټ باندې کار وکړئ
وړتیا هیڅکله نه پټیږي، که تاسو ښه وړتیا ولرۍ، نو ډیری پوسټونه او ادارې به خپله له تاسو غوښتنه وکړي چې له موږ سره کار وکړئ، خو که تاسو د خپلې وړتیا پورته دنده غوره کوۍ او د هغې استعداد هم نلرۍ او تاسې ضد کوۍ چې باید په هغې دنده کار وکړئ، پوه شئ چې دوه تاوانه مو وکړل؛ یو دا چې د بل وړ شخص ځای مو ونیو او د بلچا لیاقت مو وواژه او بله بدي يې دا چې تاسو د ادارې مشر ته له ځانه د سوء استفادې چانس ورکړ.
هغه په دې چې که تاسې خپل کار سم ونه شئ کړی، نو نورو همکارانو او مشرانو ته به اړتیا وي، کیدای شي بیا هغوی ستاسې د کار د ترسره کولو یا همکارۍ په مقابل کې داسې غوښتنې وکړي چې ستاسې د ځورونې او بدې رویې لامل شي. ځکه نو له ځانه لوړه دنده مه انتخابوئ، بلکې داسې کار وکړئ چې چاته مو اړتیا نه وي، خپل کار په خپله په ښه دول وکړی شئ.