د امیندوارۍ پر مهال د شکر د ناروغۍ سببونه

رنګین تجريدي ډیزاین

ژباړه: مریم محمدي
د حمل په وخت کې د لسو ښځو څخه له ۲ تر ۵ میرمنې په دیابت یا شکر ناروغۍ اخته کیږي.
په دې لیکنه کې د یادې ناروغۍ په اړه مهم معلومات درسره شریکوو:
۱- د امیندوارۍ په وحت کې شکر څنګه پیدا کیږي؟
د امیندوارۍ په وخت کې د شکر ناروغۍ اکثر د حمل په وروستو میاشتو کې رامنځ کیږي، یاده ناروغۍ د دې له امله پیدا کیږي چې په بدن کې قندي مواد ډیریږي، چې یاد مواد بیا په وجود کې په خپل وخت نه مصرفیږي.
یا همداسې ویلي شو دیابت هغه حالت دی چې د امیندوارۍ په وخت کې په بدن کې د ګلوګزو د نه مصرف له امله پیدا کیږي.
په طبیعي توګه د حمل په وخت کې د وینې ګلوګز اندازه باید له ۶۰ تر ۸۰ gm وي، خو که له دې ډیر شي یعنې د ګلوکز اندزه تر ۱۰۵ شي نو دا غیرې نارمل حالت دي.
۲- امیندوارې په وخت کې د شکر نښې نښانې
هغه میرمنو ته چې د حمل په وخت کې د شکر ناروغۍ پیدا کیږي دا نښې لري:
– هغه مور چې په مخکیني حمل کې هم د شکرې ناروغي درلوده.
– هغه مور چې ډېر وزن ولري.
– په کور کې بل څوک دیابت ولري.
– ماشومانو وزن له ۴ کیلوګرامه نه ډېر وي.
– د مور عمر له ۲۵ نه ډېر وي.
– د وینې فشار ولري.
په یادو میرمنو کې ډاکتران وايي چې د حمل پر مهال د شکرې ناروغۍ امکان شته.
۳- د امیندوارۍ په وخت کې شکر څنګه کنترول کړئ؟
هغه میرمنې چې د شکر ناروغۍ ته اندیښنه لري، نو کولای شي کې په دې توګه یې مخنیوی وکړي:
– د ویني ګلوګز باید په طبیعې ډول کنترول کړي.
– په خوړو کې قندې موادو ته پاملرنه وکړئ، یاد مواد هره ورځ له ۴ وختونو نه ډیر باید ونه خوړل شي.
– د حمل په وخت کې باید د کتون معاینه وشي چې اندازه یې ډيره نه وي( کتون هغه اسیدونه دي، که په ادرارو کې موجود وي نو امینداواره میرمنه د شکرې په ناروغۍ اخته کیږي).
– له هغو خوړو ګټه واخلئ چې ډاکتران یې د حمل په وخت کې مور ته سپارښتنه کوي.
– د حمل په وخت کې ځانګړی ورزش وکړئ.
– د وزن ډير والي ته مو متوجې اوسئ.
– د ډاکتر په مشوره له هغو درملو استفاده وکړئ چې انسولین لري.