
ليکنه: مدثر دعوت
د شپږيزي کريکټ ليګ دريمه لوبه د امو نهنګانو او سپين غر بازانو ترمنځ ترسره سوه.
د لوبي پچه امو نهنګانو وګټله،د توپوهني پريکړه يې وکړه او د ۷ لوبغاړو په سوځيدو يې ۱۶۳ منډي هدف وټاکی.
د امو لپاره عثمان غني ۳۳، ابراهيم ځدران ۲۵،رحمت شاه ۲۵ او فضل ځاځي ۴۹ منډي وکړې.
د سپين غر بازانو لپاره ظاهرخان او وفادار مومند دوې دوې ويکټي واخيستلې.
د ۱۶۳ منډو په تعقيب سپين غر بازانو هيڅ ښه پيل ونکړ.
يوازي اصف موسی زي ۵۰ منډي وکړې،شفیق الله شفق ۱۲،شمس الرحمن ۲۲ او نجيب الله ځدران ۱۴ منډي وکړې،او لوبډله يې په ۱۴۴ منډو کي وسوځيده.
د امو لپاره شاپورځدران،ابراهيم ځدران،ميرويس اشرف او روښان بارکزي دوې دوې ويکټي ترلاسه کړې،خو فرمان الله يو لوبغاړی وسوځوی.
امو نهنګانو د ۱۸ منډو په توپير سپين غر بازانو ته ماته ورکړه.
د لوبي د غوره لوبغاړي جائزه فضل ځاځي وګټله.
هيره دي نه وي نن د سهار ۰۹:۳۰ بجې د شپږيزي ليګ څلورمه لوبه د ميس عينک اتلانو او بند امير ښامارانو ترمنځ ده.