امریکا په افغانستان کې د وضعیت د څارلو په موخه په سیمه کې د خپلو سرتېرو د ځای پر ځای کولو په لټه کې ده.
والسټرېټ ژرونال د خپلو باوري سرچینو په حواله لیکلي، امریکا غواړي په افغانستان کې د وضعیت د څارلو، پر طالبانو د فشار راوستلو او افغان حکومت د ملاتړ په موخه خپل سرتېري، الوتکې او ډرون په سیمه کې ځای پر ځای کړي.
په راپور کې راځي چې امریکا غواړي همداسې یوه نظامي اډه چې یاد امکانات ولري په تاجکستان یا ازبکستان کې ولري، خو که دلته شرایط برابر نه شول ان په خلیجي هېوادونو او خپلو نظامي بېړیو کې به هم د سرتېرو ځای پر ځای کولو باندې فکر کوي.
دغه امریکايي رسنۍ وايي چې په همدې تړاو زلمي خلیلزاد د سیمې له ګڼو هېوادونو سره خبرې کړې دي خو تر دې دمه کومې پایلې ته نه دي رسېدلي.
د یادونې ده وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې یو بل راپور ورکړی دی چې د امریکا اروپایي متحدینو له دغه هېواد څخه غوښتنه کړې ده چې له افغانستان څخه دې د سرتېرو وتلو کې له احتیاطه کار واخلي او دا بهیر چې اوس په ډېرې چټکۍ پر مخ روان دی ورو کړي.
راپور زیاته کړې، یادو هېوادونو ویلي چې په امنه فضا کې د ځواکونو ایستل وخت ته اړتیا لري.
بلخوا سپوټنیک اژانس راپور ورکړی دی چې ډېریو هېوادونو دا پوښتنه مطرح کړې ده چې د سرتېرو تر وتلو وروسته خپل سفارتونه وتړي او که څنګه.
د ویلو ده چې امریکا د روانې مې میاشتې په لومړۍ نېټه له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د وتلو لړۍ پیل کړې او ویلي یې دي چې دا لړۍ په ښه ډول پر مخ روانه ده.
بل لورته تېره ورځ د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک مېلي ویلي چې پنټاګون له افغانستان څخه د خپلو ۲۵۰۰ پوځیانو او ۱۶۰۰۰ قراردادیانو د خوندي ایستلو لپاره ۱۸ بي ۵۲ او اف ۱۸ جنګي الوتکې افغانستان ته را استولې دي.
نوموړي زیاته کړې چې امریکا غواړي له افغانستان څخه ووځي او دوی هیلهمن دي چې دغه بهیر په ښه توګه له کوم ګواښ څخه پرته ترسره شي.
هیره دې نه وي، چې امریکا په رسمي توګه د خپلو ځواکونو د وتلو لړۍ یوه اوونۍ وړاندې پیل کړې ده.