امریکا: طالبان د خپلو ژمنو مسؤولیت لري

رنګین تجريدي ډیزاین

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن افغانستان او بلجیم ته خپل وروستی سفر ګټور بللی دی.

نوموړي په څو ټویټ پیغامونو کې افغانستان او بلجیم ته خپل سفر له لاسته راوړنو ډک بللی دی او زیاته کړې یې ده چې متحده ایالات او ناټو به له وتلو وروسته هم د افغانستان هر اړخیز ملاتړ ته دوام ورکړي.

نوموړي زیاته کړې چې دوی به د هر ډول ګواښ پر وړاندې بیدار اوسي.

بلینکن دغه راز زیاته کړې چې دوی په سیمه کې د خپلو ګټو تعقیب او ساتلو ته دوام ورکوي او طالبان هم د خپلو ژمنو پر وړاندې مسوول دي.

انتوني بلینکن ټینګار کړی دی چې د افغانستان راتلونکې بلاخره د افغانانو په لاس کې ده خو په خبره یې، امریکا به د تلپاتې تعهد او مشارکت پر بنسټ د افغانستان ملاتړ دوامداره وساتي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ انټوني بلینکن په ناڅاپي سفر کابل ته راغلی و.

بلېنکن په کابل کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې که طالبان غواړي، نړیوال یې په رسمیت وپېژني، مشران یې سفر وکړای شي او افغانستان سره نړیوالې مرستې وشي نو باید د کورنۍ جګړې پیلولو فکر ونه کړي.

نوموړي زیاته کړه، افغانستان کې کورنۍ جګړه د هیچا په ګټه نه ده.

بلېنکن دا څرګندونې له ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله سره تر کتنو وروسته په کابل کې د امریکا سفارت کې یو مطبوعاتي کنفرانس ته وکړي.

نوموړي ویلي که طالبان د دوحې تړون خلاف پر بهرنیو ځواکونو برید وکړي نو د امریکا لخوا به ورته سخت ځواب ورکړل شي.

هغه زیاته کړې وه چې افغانستان کې کورنۍ جګړه د ګاونډیانو او سیمه ییزو ځواکونو په ګټه هم نه ده، ځکه هغه حالت کې به د کډوالۍ ناروین، ترهګري او د مخدره توکو قاچاق خطرونه پیدا شي.

بلېنکن دغه راز ویلي چې افغانستان اوس د شلو یا لسو کالو پخوا هېواد نه دی او د بهرنیو پوځیانو وتل له افغانستان سره د اړیکو او همکاریو د ختمولو په معنا نه دي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي