امریکا: د بایډن خبرې ناسمې تعبیر شوې دي

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

امریکا وایي، چې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ په اړه د بایډن خبرې ناسمې تعبیر شوې دي.

امریکايي ديپلومات او په قطر کې د امریکا د سفارت شارژدافیر جان جانسن ویلي، امریکا د داسې لارې د پيدا کولو په لټه کې ده چې وکړی شي د افغانانو شتمني بېرته دوی ته ور وګرځوي.

د اسلامي امارت مرکزي ویاند په ټوېت پیغامونو کې ویلي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په دوحه کې د اروپایي هېوادونو او امریکا له استازو سره پر بشردوستانه مرستو او د کنګل شوو شتمنیو پر بشپړ ازادولو خبرې کړې دي.

دوی ډاډ ورکړی چې د افغانستان تر څنګ درېږي او هڅه کوي د افغانستان شتمني بېرته دغه هېواد ته وروګرځوي.

په ورته وخت کې ذبیح الله مجاهد وایي، ټاکل شوې چې ددې شتمنۍ ستره برخه بېرته افغانستان بانک ته د افغانیو د ارزښت او اعتبار ساتلو لپاره ورکړل شي.

د یادونې ده چې تېره ورځ د سپينې ماڼۍ ویاندې جین ساکي په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، د بايډن هڅه دا ده چې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي له همدې امله یې ۳،۵ میلیارده ډالر ازاد کړي دي، خو د پاتې شتمنۍ په اړه به محکمه پرېکړه کوي.

جین ساکي وایي د محکمې تر پرېکړې وروسته به دغه پیسې د سپټمبر د پېښې پر قربانیانو وېشل کېږي تر هغه پورې د افغانستان شتمني پر خپل ځای ده.

بايډن د تېرې جمعې په ورځ یو اجرایوي فرمان صادر کړ چې له مخې یې د افغانستان کنګل شوې اووه میلیارده ډالر شتمني دوه برخه کېږي او له دې یوازې یوه برخه یې افغانانو ته پر بشردوستانه مرستو لګول کېږي.

دې پرېکړې په نړیواله کچه غبرګونونه پارولي دي او افغانان ددې غوښتونکي دي چې دغه شتمني ازاده شي او د افغانستان د راتلونکې لپاره وساتل شي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي