د عربي متحده امارات د کرکټ نړیوالې شورا په اډانه کې د نوي (۹۰) توپونو لوبې تاسیسوي او د ناینټي بېش په نامه به وي.
په تېر کې شل اوریز کرکټ بیا لس اوریز کرکټ بیا هنډرېډ بالز یا سل توپونه او اوس نوي توپونه؛ دا د کرکټ په بڼه کې بدلون او لنډون دی، چې لوبې به جذابې کړي؛ خو ځېنې زیانونه هم لري، چې لږ وروسته به پرې وغږېږو.
د عربي متحده امارات به د نوي توپونو لیګ راتلونکي ۲۰۲۲ کال کې تاسیس کړي او د کرکټ نړیوالې شورا ورسره په لومړیو کې موافقه کړې ده.
عبدالرحمن بوخاطر چې د بوخاطر سوداګریز ګروپ مشر دی او هغه شخص دی چې د عربي متحده اماراتو د شارجې سیمې له دښتې یې د کرکټ سر راپورته کړ.
ده د شارجه لوبغالی پرانیست او په دې سره یې په ۱۹۶۰ او ۹۰ کلونو کې یې کرکټ دې سیمې ته راوړ.
دی په پاکستان کرکټ لیګ کې د کراچۍ کېنګز لوبډله کې هم شریک دی.
د ۹۰ توپونو د بنسټګرو په وېنا دا لیګ به د په ځوانو، کرکټ ستورو او ایمرجېنګ لوبغاړو ښکلی وي.
اقبال چې د اې آر وای ډېجېټل نیټورک مشر دی ویلي چې دا لیګ به رامنځته کېږي.
د دې لیګ په اړه د تېرې جمعې په ورځ بحث وشو، چې پکې شېخ نهیان بن المبار النهیا، چې د دوبي مشر دی او عین وخت کې د کرکټ بورډ مشر هم دی او د لوبو ترسره کول یې تایید کړل.
له ده سره په دې کې خالد الزاروني د کرکټ بورډ مرستیال مشر، عارف العواني د ابو ظبي د ورزش شورا عمومي مرستیال، بوخاطر او اقبال شتون درلود.
د نوي توپونو لیګ ګټې
دا چې اوس ۲۱ مه پېړۍ ده او په دې وخت کې د خلکو د ژوند تقاضاوې خورا لوړې دي، نو ډېری خلک د پېسو په ګټلو او ښه ژوند کولو په لټه کې دي؛ ډېر وخت نه لري چې ورځې ورځې ټېسټ یا هم یو ورځنۍ لوبې ننداره کړي، نو د نوي توپونو لنډې لوبې به یواځې دوه ساعته وخت ونیسي او خلک به یې په جوش و خروش سره ننداره کړي.
بل به ډېر چټک لوبغاړي پکې خپل ځانونه ښه وویني او چټکې لوبې به وکړي.
ډېرې پېسې به هم پکې ښکته پورته شي او د کرکټ سوداګري به ورسره پراخه شي.
د کرکټ بڼه کې به تغییر ورسره راشي.
تاوان یې
دا چې اصلا کرکټ له ټېسټ او بیا له یو ورځنیو لوبو پیل شوی دی؛ نو په دې لنډو لوبو سره دغو اوږدو لوبو ته زیان رسېږي، ځکه د دې لوبو په رامنځته کېدو سره بیا اوږدې لوبې څوک نه ګوري.
بل تاوان یې دا هم کېدای شي، هغه لوبغاړي په اوږدو فارمټونو کې ښه لوبېږي، په دې لوبو کې له یاده وځي او بالاخره د کرکټ کېرېېئر یې له منځه تللی شي، که د کرېکېټ کېرېئر یې ختم نه شي؛ نو د ننداره کوونکو په لحاظ زیان ویني.