افغان ۱۹ کلن ځوانان تر اووم مقام ګټلو وروسته هیواد ته راستانه شوه!

رنګین تجريدي ډیزاین

د افغانستان  ۱۹کلنه کرکیټ ملي لوبډله د ۱۹ کلنو ترمنځ د کرکیټ په نړیوال جام کي د ګډون په موخه سویلي افریقا هیواد ته تللې وه، چي په یاد جام کي ئې تر اووم مقام ګټلو وروسته نن جمعه هیواد ته راستنه شوه.
84981216 2577998715788044 2351126451438223360 o افغان ۱۹ کلن ځوانان تر اووم مقام ګټلو وروسته هیواد ته راستانه شوه!

افغان کرکیټ لوبډلي په نړیوال جام کي خپله لومړۍ لوبه د کوربه سویلي افریقا څخه او دوهمه لوبه ئې بیا د متحده عربي آمارتو څخه وګټله، خو خپله درېیمه لوبه، چي ټاکل سوې وه د کاناډا په وړاندي ئې ترسره کړي د باران له امله لغوه اعلان شوه.
تر هغه وروسته افغان ټیم د کواټر پاینل په سیالیو کي د پاکستان سره ولوبېد، چي د یاد هیواد څخه ئې ماته وخوړه او وئې نسو کړای نیمه پایلوبي ته ووځي.
تر یادي ماتي وروسته افغان کرکیټ ۱۹ کلنه لوبډله د پنځم مقام ګټلو په موخه د آسټرالیا سره ولوبېده، چي د یادي لوبډلي څخه ئې هم ماته وخوړه.
83313815 2572283336359582 1020220363918802944 o 1 افغان ۱۹ کلن ځوانان تر اووم مقام ګټلو وروسته هیواد ته راستانه شوه!
خو وروسته د اوو مقام ګټلو په موخه د سویلي افریقا سره ولوبېده، چي یادي لوبډلي ته ئې ماته ورکړه او په نړیوال جام کي ئې اووم ځای خپل کړ.
83761908 2574038182850764 8519040152415240192 o 1 افغان ۱۹ کلن ځوانان تر اووم مقام ګټلو وروسته هیواد ته راستانه شوه!
د ۱۹ کلنو ترمنځ د کرکیټ د دې نړیوال جام پایلوبي ته هند او بنګله دېش هیوادونو لاره پیداکړې، چي هند په نیمه پایلوبه کي پاکستان او بنګله دېش بیا نیمه پایلوبه کي نیوزیلینډ ته ماته ورکړه.
هندۍ او بنګله دېشۍ لوبډلي به د نړیوال جام پایلوبه بل سبا د یکشنبې په ورځ غرمه ۱۲:۳۰ بجې ترسره کوي.
خو د درېیم مقام ګټلو په موخه سبا شنبه غرمه ۱۲:۳۰ بجې نیوزیلینډ او پاکستان هیوادونه یو د بل په وړاندي لوبیږي.