
د ۱۹ کلنو ترمنځ د کرکیټ په نړیوال جام کي افغان لوبغاړي غفاري د افغانستان لپاره خوار ښې لوبي ترسره کړې، چي په ۵ لوبو کي ئې ۳ ځلي د غوره لوبغاړي جایزه وګټله.
د افغانستان دې سلو توپ اچونکي په تېر نړیوال جام کي ۱۶ ویکیټي واخیستې او په دې سره نړیوال جام کي دوهم ډېر ویکیټ اخېستونکی لوبغاړی سو.
اوس تازه افغان کرکیټ بورډ د افغانستان ۱۹ کلني ملي لوبډلي د تکړه الروانډر لوبغاړي شفیق الله غفاري سره مرکه کړې، چي پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه ئې خپره کړې.
هغه په یاده مرکه کي د ځان په اړه خورا جالیبي څرګندوني کړي، چي په لاندي ډول دي:
(( ۱ـ له کوچني والي مي د کرکیټ سره علاقه وه، نو همدې علاقې دادی تر ۱۹ کلني ملي لوبډلي پوري راورسولم.
۲ـ زه د ۱۰ ـ څخه بیا تر ۱۲ او بیا د ۱:۳۰ څخه بیا تر ۴ بجو پوري هره ورځ تمرینونه کوم.
۳ـ لوبغاړي په بیلابیلو توپونو سوځول کیږي. زه لوبغاړي په ګوګلي توپ ډېر سوځوم او هغه وخت ښه توپ اچونه کوم، چي لوبډله مي تر فشار لاندي وي.
۴ـ په ملي لوبډله کي ۵م پوزېشن توپوهني ته داخلېږم.
۵ـ زه چي کله توپوهنه کوم سلو توپ اچونه ښه لوبولای سم او هغه وخت ښه توپوهنه کوم، چي ۱۵ آورونه پاتي وي.
۶ـ د افغانستان ټول ولایتونه مي خوښ دي.
۷ـ ترخه خاطره مي دا ده، چي انټرکلب سیالیو کي مي نه ښه توپ اچونه، نه ښه توپوهنه او نه مي هم ښه ډګر ساتنه کوله، نو بیا کوچ ته ورغلم او هغه راسره ډېر کار وکړ، چي بیا بیرته ښه راستون سوم.
۸ـ ملي لوبغاړو کي مي راشد د خوښي وړ لوبغاړی دئ او د هغه ګوګلي توپ اچونه مي ډېره خوښيږي.
۹ـ د بدو او ناوړه کارونو څخه ډېر ځان ساتم.
۱۰ـ دا مي آرمان وو، چي افغانستان لپاره ولوبیږم او دوهم ارمان مي دا دئ، چي خپل مور او پلار حج ته ولېږم.
۱۱ـ پيغام مي خلګو ته دادئ، چي د مور او پلار ډېر زیات خدمت وکړئ. د مشرانو احترام او پر کشرانو شفقت وکړئ)).
د کرکیټ نړیوال جام یوه اونۍ مخکي د بنګله دېش ۱۹ کلني کرکیټ ملي لوبډلي په اتلولۍ سره پای ته ورسېد.